د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په کال ۲۰۱۸ کې په استانبول کې د واشنګټن پوسټ ژورنالیست جمال خاشقجي له وژل کیدو وروسته د لومړي ځل لپاره د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره وکتل.
د سعودي عربستان دولتي اژانس د پنجشنبې په ورځ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سعودي د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د روغبړ تصویر خپور کړی و. ترکي رسنیو د ښاغلي اروغان او د عربستان د پاچا سلمان د لیدنې عکسونه هم خپاره کړي دي.
ښاغلی اردوغان پداسې حال کې د مکې ښار ته د عمرې د ادا کولو لپاره تللی چې ترکیه د انفلاسیون په وجه د سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ ده او هڅه کوي د خلیج له بډایو هیوادونو څخه مالي ملاتړ تر لاسه کړي.
د ترکیې او سعودي عربستان اړیکي وروسته له هغې خرابې شوې چې د اشنګټن پوست خبریال جمال خاشقجي په استانبول کې د عربستان په کنسلګرۍ کې په یوه دسیسه کې ووژل شو چې د متحده ایالاتو استخبارات یې پړه په شهزاده محمد بن سلمان او سعودي مقاماتو اچوي، خو ریاض پدې کار کې د ولیعهد محمد بن سلمان لاس درلودل رد کړي دي.
سعودي عربستان ته له تللو دمخه ښاغلي اردوغان هیله څرګنده کړې وه چې د دواړو هیوادونو په دوه اړخیزو اړیکو کې «یو نوی باب پرانیزي». ښاغلي اردوغان وویل: «مونږ پدې باور یو چې د دفاعي او مالي چارو په ګډون د همکارۍ پراخیدل د دواړو خواو په ګټه دي.»
د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې سعودي اجنټانو په استانبول کې د عربستان په کنسلګرۍ کې خبریال خاشقجي وواژه او د هغه جسد یې ټوټه ټوټه کړ، د هغه مړی لا هم ندی موندل شوی.
ترکیې پدې هکله په پلټنو باندې په ټینګار سره سعودي په غوسه کړی و او حتی ښاغلي اردوغان ویلي وو چې د سعودي د حکومت «لوړپوړو چارواکو» د خاشقجي د وژل کیدو امر کړی و. په غبرګږن کې سعودي عربستان په غیر رسمي توګه د ترکیې پر اقتصاد باندې فشار راوړ او ددې هیواد څخه یې واردات بند کړل. خو وروسته ورو ورو د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري بهتره شوه.
په روانه میاشت کې د استانبول یوې محکمې د خاشقجي د قتل اړوند د سعودي عربستان د یو ۲۶ کلن تبعه غیابي محکمه وځنډوله او دوسیه یې ریاض ته واستوله. د ترکیې پر دغې تصمیم د بشري حقونو ډلو او د خاشقجي ترکۍ کونډې اعتراض کړی او عالي محکمې ته یې مراجعه کړې ده.