د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه غواړي له سعودي عربستان سره خپل روابط بېرته عادي کړي 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن چهارشنبه فبروري‌۱۶ (سلواغه ۲۷) وویل چې له سعودي عربستان سره «مثبتو خبرو» ته دوام ورکوي او د اړیکو د لا ښه کولو لپاره به په راروانو څو ورځو کې ثابت ګامونه اوچت کړي.

د ریاض او انقرې تر منځ روابط په ۲۰۱۸ په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د دننه د عرب خبریال جمال خاشقجي له وژل کېدو وروسته خراب شول.

رویټرز خبري‌ اژانس وایي چې ښاغلي اردوغان نن له متحدو عربو اماراتو څخه ترکیې ته په لار خبریالانو ته وویل: «موږ له سعودي عربستان سره خپل مثبت ډيالوګ [خبرې اترې] روان ساتو او په دې لړ کې به ثابت ګامونه واخلو. موږ غواړو چې دا بهیر مثبت لوري ته برابر کړو.»

ترکیې د جمال خاشقجي د قتل په قضیه کې د سعودي عربستان د شهزاد محمد بن سلمان او ځینو نورو چارواکو، چې په دغې قضیې کې تورن بلل کېدل، محاکمه کېدل غوښتل. خو سعودي یې په غبرګون کې په غیر رسمي ډول د ترکیې له مالونو او توکو سره پریکون او بایکاټ وکړ.

سعودي عربستان همدغه راز په ۲۰۲۰ کې د خاشقجي د قتل په تور اته کسان په ۲۰ او اوو کلونو بند محکوم کړل. ترکیه ظاهرآ په دې پرېکړې خوشحاله نه وه او هغه وخت یې ویلي ‌وو چې د داسې یوې پرېکړه تمه نه کېده.

انقرې د خلیج هېوادونو سره د خپلو اړیکو د بیا رغولو لپاره، د سعودي عرستان له دغې پرېکړې ورسته، خپله لهجه نرمه کړه او ټېنګار یې کاوه چې له سعودي عربستان سره کومه ستونزه نلري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG