افغانستان ته د ټاپي پروژې (ګازو نل لیکې) د رغونې چارو غځول

د ترکمنستان چارواکي وايي تمه ده چې د روان کال تر پایه د هرات ښار ته د ټاپي پروژې د یوې برخې کارونه بشپړ کړي.

د ترکمنستان چارواکي وايي، د ټاپي پروژې د یوې برخې د رغونې چارې چې په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوې دي، تمه ده د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې د افغانستان تر هرات ښار پورې د ګازو د لېږد لپاره بشپړې شي.

ترکمنستاني چارواکو رویترز خبري اژانس ته ویلي، د سرحد اباد ـ هرات پورې د ۱۵۳ کیلومتره اوږدې برخې شاوخوا ۱۲۴ کیلومتره نل لیکه یې جوړه او نصب کړې ده.

که څه هم په دې توګه د افغانستان اړوند برخه نږدې بشپړه شوې ده، خو دا د پاکستان او هند پر لور د پلان شوې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدې نل لیکې له لسمې برخې څخه هم کمه ده.

د نل لیکې د پروژې یو مسؤل محمدمراد امانوف رویټرز ته ویلي چې د هرات برخه باید د پروژې لومړني عواید برابر کړي،څو د پور ورکوونکو او مالي بنسټونو باور زیات کړي.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد دا ستره پروژه چې په (TAPI) هم یادیږي که بشپړه شي، افغانستان به نه یوازې د سېمې د انرژۍ د ترانزیټ پر مهم دهلېز بدل کړي، بلکې د ګازو، ترانزیټي عوایدو او اقتصادي پراختیا یوه نوې سرچینه به هم ورته برابره کړي.

د کانونو د سپړنې د برخې څېړونکی عبدالجلیل جمراني امریکا غږ ته وویل: "اوس که ګاز افغانستان ته راځي دا د افغانستان لپاره ډېر ښه خبر دی. په دې کې پانګونه اوس په خپله ترکمنستان کړې ده او هغو دا نل لیکه افغانستان ته رارسولې ده. "

د معلوماتو پر اساس، د ټاپي پروژې لومړنۍ خبرې د ۱۹۹۰مو کلونو په لومړیو کې پیل شوې، په ۲۰۰۲ کال کې یې عملي بحثونه چټک شول او هند په ۲۰۰۸ کال کې ورسره یوځای شو. په ۲۰۱۰ کال کې څلورو هېوادونو ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند تړون لاسلیک کړ او د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په ۱۳مه د ترکمنستان په ماري ولایت کې یې د جوړولو رسمي مراسم ترسره شول.

د اقتصادي چارو شنونکي احمد سیر قریشي امریکا غږ ته وویل: "افغانستان کولای شي چې تر هرات پورې چې دا نل لیکه بشپړه کیږي، ګټه واخلي. د پلان له مخې افغانستان به په پيل کې هر کال پنځه سوه میلیون متر مکعب ګاز وپيري او که دا ګاز په مناسبه بیه فابریکو ته انتقال شي، پرته له شکه چې د تولید په برخه کې لګښت راټیټیږي او کاروبار ته به زیاته زمینه برابره شي. "

د نل لیکې ټول اوږدوالی شاوخوا ۱۸۱۴ کیلومتره دی، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان د هرات او کندهار، د پاکستان ملتان له لارې هند ته رسېږي. ددې نل لیکې شاوخوا ۷٧۴ کیلومتره یې د افغانستان دننه د هرات، هلمند او کندهار ولایتونو نه تیریږي.

دغه نل لیکه په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګازو د لېږد ظرفیت لري او د پروژې ټول اټکلي لګښت شاوخوا لس میلیارد ډالره ښودل شوی دی.

د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ اړیکو ته په کتو ایا دا پروژه به بشپړه شي؟

د اقتصادي چارو شنونکی احمد سیر قریشي وايي: "موږ ددې نل لیکې انتقال پاکستان او هند ته ستونزمن وینو. ځکه د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکیچ چې موجود دی او هغه دوامداره اختلافات چې د هند او پاکستان ترمنځ دي، نو د کار دوام به د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ هوکړې پورې اړه ولري په تېره پاکستان پورې اړه لري. "

یوې سرچینې رویترز ته ویلي چې ترکمنستان چمتو دی چې د نل لیکې د زیربناوو د جوړولو لپاره خپلې مالي سرچینې ولګوي، څو دا پروژه د افغانستان تر پولې او ان له هغې هاخوا یوې ټاکلې فاصلې پورې وغځوي. د دې کار موخه دا ده چې پروژه ژوندۍ وساتي او په پای کې نور شریکان او پانګه ‌وال هم راجلب کړي. خو په ځینو سېمو کې امنیتي ستونزې، د طالبانو د حکومت د نړیوال رسمیت نه لرلو، د هند او پاکستان ترمنځ اختلافات او په بلوچستان کې د ناامنۍ له امله د پروژې بشپړېدل لا هم له ننګونو سره مخ دي.