په اوکراین کې د امریکا د فاکس نیوز شبکې دوه خبریالان ووژل شول

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د فاکس نیوز شبکې د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۵(کب ۲۴) وویل دوه خبریالان یې په اوکراین کې وژل شوي دي.

دغې شکبې څرګنده کړې چې د هغوی یو تصویر اخیستونکی او یوه ۲۴ کلنه اوکرایني خبریاله هغه مهال ووژل شول چې د هغوی موټر د کیف ښار څخه بهر په نښه شو.

۵۵ کلن پیر ژاکرزوسکي او الکساندرا ساشا کووشینوا د دوشنبې په ورخ د فاکس د بل خبریال بنجامین هال سره هورینکا ته روان وو چې په لار ووژل شول. بنجامین هال اوس په روغتون کې بستر دی.

د فاکس نیوز اجرایوي مشرې سوزان سکاټ په یوه یاداشت کې ویلي: "نن د فاکس خبري شبکې او هغو خبریالانو لپاره یوه غمژنه ورځ ده چې د خبرونو د خپرولو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي."

د یکشنبې په ورځ هم د برنټ رینوډ په نامه د مستندو فلمونو جوړونکی چې د جګړې د سیمې څخه یې راپورونه برابرول، د کیف ښار څخه بیرون د روسي ځواکونو په بریدونو کې ووژل شو.

اسوشیټد پرس خبري آژانس لیکلي چې په لنډ وخت کې د دریو خبریالانو مړینه چې د جګړې له سیمې څخه د راپور ورکولو پراخه تجربه هم لري، د جګړې د خطرناک والي ښکارندويي کوي.

د PEN America په نامه د بیان ازادۍ د بنست مشرې سومر لوپز ویلي، لیدل کیږي خبریالانو ته د هرې ورځې په تیریدو سره خطرات زیاتیږي ځکه ښکاري جګړې ډیرې وحشیانه کیږي او په ښاري سیمو کې متمرکزي دي.

ژاکرزوسکي د ایرلنډ تبعه وو چې په لندن کې میشت وو، هغه د فاکس نیوز لپاره په عراق، افغانستان او سوریه کې د جګړې خبري پوښښ کاوه.

نوموړي تیر کال وروسته له هغه یوه جایزه هم وګتله چې له افغانستان څخه یې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته وکړای شول د فاکس آزاد خبریالان او د هغوی کورنۍ له هغه هیواده راوباسي.

د فاکس نیوز د امنیتي برخې خبریالې جینفر ګریفن د یوه ټویټ په کولو څرګنده کړې "څه یو ښه انسان"

په واشنګټن کې د اوکراین سفیرې اوکسانا کارکاروا د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۵ له هغو خبریالانو مننه وکړه چې په اوکراین کې دي.

هغې د مطبوعاتو په ملي کلپ کې وویل"خپل ژوند په خطر کې اچوي څو نړۍ ته حقیقت ووایی" دا هغه څه دي‌ چې اوکراین او نړۍ ورته ډیر ضرورت لري.