د لاس رسي وړ اتصالات

د څار ډله: طالبانو د رسنیو سانسورول او د خبریالانو سره خشونت زیات کړي 


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د بشري حقونو د څار ډله وایي چې طالبانو د افغانستان په ولایتونوکې د رسنیو سانسور کول او په ضد یې خشونت زیات کړی چې ورسره انتقادي راپورونه محدود شوي دي.

یاد بنسټ نن دوشنبه مارچ اوومه (کب ۱۶) په یو راپور کې ویلي چې د کابل په پرتله په ولایتونو کې خبریالان له دا ډول حالت سره ډېر مخامخ دي او ښځې بیا تر نارینوو ډېرې اسیب پذیرې دي.

د بشري‌ حقونو د څار سازمان وايي چې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې یې د خبریالانو او رسنیو له کارکوونکو سره خبرې او مرکې کړي‌ او معلومات او حقایق یې راټول کړي‌ دي.

یاد بنسټ وايي خبریالانو ورته ویلي‌دي‌چې طالبانو د راپور ورکولو له کبله ګواښلي، توقیف کړي او نیولي‌ دي‌ او ډېر خبریالان د ځان ساسنسورولو ته مجبور شوي او یوازې د طالبانو د اعلامیو او نورو اړوندو خبرونو خپرولو ته ناست دي.

په دغه سازمان کې د افغانستان د برخې تحقیق کوونکې فرشته عباسي‌ وايي: "له لویو ښارونو څخه د باندې سیمو کې د خبریالانو په ضد خشونت او په هغوی باندې د بریدونو له قضیو څوک نه خبرېږي چې د خبریالانو د ځان د سانسورولو او یا د کارونو د بندولو لامل شوي‌ دي."

د بشري حقونو د څار سازمان د یو شمېر خبریالانو سره یې خبري کړي دي،د هغوی له قوله یې ویلي چې طالبانو د افغانستان د رسنیو قانونو د تطبیق په اړه د خپلو ژمنو خلاف، د دغه هیواد په ځينو برخو کې د خبریالانو فعالیتونه محدود کړي دي.

دغه بنسټ د معلوماتو په اساس د طالبانو لخوا د محدودیتونو له وضعه کېدو او پر دغه هیواد د هغوی تر حاکمیت وروسته، په افغانستان کې ۸۰ سلنه خبریالان بېکاره شوي او د سلګونو رسنیو خپرونې بندې شوي دي.

دغه خبریالان چې په ولایتونو کې فعالیت کوي همدارنګه ویلي چې طالبانو په فعال ډول د هغوی پر راپورنو نظارت کړی او هغوی مجبور دي چې د خپل راپور محتوا تر خپرېدو مخکې د ولایت د اطلاعات او فرهنګ له ریاست سره شریکه کړي.

دغه خبریالانو همدارنګه ویلي چې طالبانو هغوی ته خبرداری ورکړی چې د هغوی د سیاست خلاف موضوعات او یا د هغوی د مسؤلینو لخوا د تر سره شوي تاوتریخوالي په اړه معلومات خپاره نکړي.

په دغه راپور کې راغلي چې په ولایتونو کې زیات شمېر خبریالان چې د طالبانو ضد مظاهرو، خپل سرو نیونو، د خوراکي موادو د بیو لوړېدو او ځینې نور موضوعات یې خپاره کړي له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

د ښځینه خبریالانو په وړاندې محدودیتونه

د بشري حقونو څار سازمان وايي، طالبانو په ولایتونو کې زیات شمېر ښځینه خبریالانو ته هدایت کړی چې له کار څخه لاس واخلي، خو په ډير کم شمېر کې چې کار ته لاس رسي لري، له خلکو سره مخامخ خبرو کولو څخه منعه شوي دي.

په دغه راپور کې په ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په اړه اندېښنه ښودل شوې او په هغه کې راغلي چې له هغوی څخه زیات شمېر یې هڅه کړې چې د جنسیتي تبعیض او امنیتي ګواښونو سره سره خپل کار ته دوام ورکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان په وینا په ځینو ولایتونو کې هیڅ ښځینه خبریاله کار نکوي.

دغه بنسټ د ځينو ولایتونو د خبریالانو له قوله ویلي چې طالبانو په رسنیو کې د ښځو د کار کولو سره مخالفت کړي دی او په رسنیو کې د هغوی د کار کولو مخه نیولې ده.

اطلاعاتو ته نه لاس رسی

د بشري حقونو د څار سازمان د طالب چارواکو لخوا اطلاعاتو ته نه لاس رسی په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې یوه بله ستونزه بللې ده، او ویلي دي چې د دغه ډلې مشرانو خبریالانو ته معلوماتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.

دغه بنسټ ویلي چې اوس مهال په دغه هیواد کې اطلاعاتو ته لاس رسی ډير محدود شوی او خبریالانو ولسوالیو ته د تګ پر مهال اړ دي چې د طالب چارواکو څخه مکتوب تر لاسه کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د یو شمېر خبریالانو له قوله ویلي چې اوس مهال په دغه هیواد کې یوازې د ۱۰ سلنه پیښو راپور ورکول کیږي او پاتې اطلاعاتو ته د نه لاس رسي او د طالبانو لخوا د لګول شوو محدودیتونو له امله نه راپور کیږي.

د طالبانو حکومت تر دامهاله د بشري حقونو د څار سازمان د راپور په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کیده چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په دې ورستیو کې په افغانستان کې د انځوریزو رسنیو لپاره ځیني مقررات اعلان کړي و.

طالبانو په تلویزونونو کې کارکوونکو نجونو او ښځو ته لارښوونه کړې وه چې د خپرونو په مهال «اسلامي حجاب رعایت» کړي او همدارنګه یې په تلویزونونو کې د هغو ډرامو په خپرولو هم بندیز لګولی دی چې «تمثیلونکي یې ښځې» وې. او د هغو سریالونو خپرول یې هم «مطلقآ منع» کړي چې «انبیاو یا صحابه کرامو تمثیل»‌په کې شوی وي.

خو طالبانو تر دا مهاله د بشري حقونو د څار ډلې د راپور په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG