د لاس رسي وړ اتصالات

بې پولې خبریالان: طالبانو تر واکمن کیدو وروسته ۵۰خبریالان نیولي دي 


د بې پولې خبریالانو سازمان نن د فبرورۍ په څلورمه (سلواغې ۱۵) راپور ورکړی چې د طالبانو استخباراتي او امنیتي مامورینو په افغانستان کې ددې ډلې له واکمن کیدو راهیسې لږ تر لږه ۵۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.

د خبریالانو د ملاتړ دغه اداره وايي، خبریالان کله نا کله له تاوتریخوالي سره هم مخ شوي دي.

د بې پولې خبريالانو د راپور له مخې په تېرو دوو مياشتو کې په افغانستان کې د خبريالانو ګواښل، احضار او "خپلسري" نيول زيات شوي دي.

بې پولې خبريالانو ویلي دي: "د استخباراتو او امر به معروف و نهی عن المنکر وزارت لاسوهنه او ګواښونه د ډله ييزو رسنيو د قانون خلاف دي او موږ يې غندو."

بې پولې خبریالانو سازمان ليکي چې د طالبانو د استخباراتي ادارې مامورینو چې په مستقيم ډول د طالبانو د رئیس الوزرا تر څارنې لاندې دي، لکه جواد سارګر چې د رسنيو د قضيو مسوول دى، په مستقيم ډول خبريالان او د رسنيو مسوولين ګواښي او ورته وايي چې کوم خبرونه بايد خپاره شي او څوک باید راوبلل شي.

راپور د بې پولې خبریالانو د ایران-افغانستان د دفتر د مشر رضا معیني له قوله ویلي، "ژورنالیستان باید وکولای شي چې په ازاده توګه او د نیول کېدو او شکنجې له وېرې پرته خپل کار ته دوام ورکړي. دا ګواښونه غیر قانوني دي او د ډله ییزو رسنیو له قانون څخه سرغړونه ده. پر خبریالانو باندې زیات فشار واردول د اطلاعاتو د ازادۍ محدودول دي."

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د جلب او جذب و شکایاتو د اوریدنې څانګې د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان د بصري رسنیو لپاره یو لړ نوي نشراتي مقررات وضع کړل.

ددغو مقرراتو له مخې، تلویزوني رسنۍ باید داسې فلمونه نشر نه کړي چې "د شرعي اصولو او افغاني ارزښتونو خلاف وي" او همدارنګه هغه کورني او بهرني فلمونه چې "بهرني کلتور او دودونه" منعکسوي او په ټولنه کې د "بې حیايي" لامل ګرځي، هم خپاره نکړي.

طالبانو دا هم حکم کړی چې د تلویزیون "طنز او تفریح" پروګرامونه باید په داسې ډول تولید شي چې د چا "توهین او توهین" ونکړي. همداشان هغه سریالونه هم منع شوي چې "مذهبي شعایرو یا انساني کرامت" ته سپکاوی کوي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د طالبانو د جلب او جذب او د شکایاتو د اوریدلو څانګې له تلویزونونو څخه غوښتي چې داسې فلمونه او ویډیوګانې نشر نه کړي چې په کې د نارینو عورت لیدل کیږي. خو د "عورت" په اړه څه نه دي ویل شوي.

بې پولې خبريالانو ویلي چې د لیندۍ د مياشتې په ٢٥مه او د ۱۴۰۰ کال د جدي په اوله د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د اريانا نيوز، طلوع، شمشاد او د چينل ون ټلوېزيونونو مسوولين احضار کړل او «ددې وزارت اود امر بالمعروف او استخباراتو له هغوی څخه وغوښتل چې د امر معروف د لیندۍ د لومړۍ نیټې مقرره په بشپړه توګه پلي کړي. له دې سربیره ددې مقررې بهر د منتقدو څیړونکو او خبریالانو د بللو په اړه هم لارښوونه وشوه.»

د خبریالانو د ملاتړ دغه سازمان وايي، دا مقرره او دا لارښوونې ټول د عامه رسنیو د قانون خلاف دي چې په ۱۳۹۳ کال کې تصویب شوی دی.

د بې پولې خبريالانو د يوې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وويل: "د تېر حکومت د رسنيو قانون لا هم نافذ دى او کومه ستونزه نه لري. ډېر ژر به د رسنيو د سرغړونو کمېسيون جوړ شي، چې د خبريالانو په اړه به ټول مسايل حل کړي. په رسنیو کې ښځینه کارکوونکو ته ممانعت نشته. هر خبریال کولای شي د ټولو چارواکو د غیر قانوني کړنو راپور ورکړي. هیڅ اداره یا وزارت نشي کولای د خبریالانو په کارونو کې لاسوهنه وکړي او د وزارت په چوکاټ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمیسیون د فعالولو کار روان دی."

د بخښنې نړیوال سازمان مخکې ویلي وو چې معلوماتو ته د لاسرسي محدودیت او د ازادو رسنیو پر وړاندې د طالبانو ځپنه په هېواد کې پر خبریالانو یو "علني برید" دی.

دغه سازمان د اطلاعاتو په برخه کې د افغانستان د رسنیو رول مهم بللی او ټینګار یې کړی چې په هېواد کې د رسنیو کارکوونکي او خبریالان باید په آزاده توګه کار وکړي او خوندي وساتل شي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د افغان ښځو او نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو د بندیزونو په غبرګون کې ویلي و، چې دوی ته باید اجازه ورکړل شي، چې په ازاده توګه او له وېرې پرته فعالیت وکړي.

رينا اميري د جنورۍ په ٢٩مه (سلواغې ۹) په خپله ټويټر پاڼه ليکلي وو چې طالب چارواکي بايد له افغان خبريالانو سره هغه ډول چلند وکړي چې له نړيوالو خبريالانو سره کوي.

اغلې امیري زیاته کړه چې دا اقدام به وښيي چې طالبان د افغانانو پر وړاندې له ځواب ویلو څخه نه وېرېږي.

هغې په افغانستان کې "آزاد مطبوعات" د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې وبللې او طالبانو ته یې په خطاب کې ویلي چې "پرېږدئ چې افغان خبریالان ازاد او له وېرې پرته خپل کار ته دوام ورکړي."

د راپور له مخې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۲۲م ځای لري.

د بشري حقونو فعالانو او د رسنیزو د ملاتړ ډلو ویلي دي، وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان ګې واکمن شول دغې ډلې د بشري حقونو فعالان او د ازادو رسنیو کارکوونکي ځورولي او ځینې وختونه یې بندیان کړي او وهلي دي.

XS
SM
MD
LG