د کابل ښار د پل محمود خان په سیمې توغندي لګیدلي دي

د کابل پولیس وايي لا معلومه نه ده چې توغندي له کوم ځای نه توغول شوي دي

د کابل د پولیسو د جنایي جرمونو سره د مبارې رئیس جنرال فریدون عبیدي امریکا غږ ته وویل، چې نن ماښام شاوخوا اوه بجې او پنځلس دقیقې یو توغندی د کابل ښار د پل محمود خان په سیمه کې په یوه څلور دیوالۍ کې راپریوتی چې چا ته په کې د سر زیان نه دی رسیدلی.

جنرال عبیدي وویل، چې پولیس په سیمه کې دي او د توغندي د ویشلو د ځای په اړه پلټنې کوي.

د جنرال عبیدي سره د خبرو وړاندې د افغنستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ سره په خبرو کې چاودنې تائید کړې، خو ویې ویل چې د چاودنو د نوعیت په اړه لا پلټنې روانې دي.

نن ماښام شاوخوا اوه بجې او ١٥ دقیقې د کابل د پل محمود خان او شش درک په سیمه کې د دوو چاودنو لوړ اوازونه واوریدل شول.

په پل محمود خان سیمه کې یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل، چې یو توغندی د خانه نور په نوم د لوړو زده کړو د موسسې د موټرو په تم ځای کی لګیدلی او بل هم د شش درک په سیمه کې پریوتی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د عامه اړیکو رئیس محمد اسمعیل کاووسي امریکا غږ ته وویل چې تر اوسه د چاودنو له ځایه ورته د پیښ شوي سر د زیان په اړه اطلاع نه ده ورکړل شوې.