امریکا: د بشر دوستانه اهدافو لپاره افغانستان ته نغدې پیسې استول کیدای شي

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ فبروري دویمه (سلواغې ۱۳) وویل چې نړیوال بانکونه کولی شي د بشري اهدافو لپاره افغانستان ته پیسې واستوي.

د امریکا مالیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره څرګنده کړې چې مرسته رسونکي ډلې کولی شي پر طالبانو د لګیدلو بندیونو څخه د سرغړونې له ویرې پرته په دولتي اداراتو کې د ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو تنخاوي ورکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په برخه کې د امریکا د مالیې وزارت مرستیال بریان نیلسن د غیر حکومتي سازمانونو له مشرانو سره د افغانستان لپاره د بشر دوستانه مرستو د دوام د څرنګوالي په اړه خبري کړي او هغو سوالونه ته چې په دې اړه په مکرر ډول مطرح شول، ځوابونه وویل شول.

نیلسن ټینګار وکړ چې د بشري مرستو کچې ته په نه پام، افغانستان به د اوږدمهاله بنسټیزو ستونزو او د طالبانو د ناوړه اقتصادي مدیریت له امله له شدیدو اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ شي.

د امریکا د مالیې وزارت د تیر کال په سپټمبر او دسمبر میاشتو کې له افغانستان سره د بشري مرستو په هدف له بندیزونو څخه استثناعات خپاره کړل.

دغه اقدام په داسې حال کې وشو چې ملګري ملتونه وایي د افغانستان د ۳۹ میلیونه نفوس څخه څه باندې پنځوس سلنه له سختې لوږې او اقتصادي‌ مشکلاتو رنځیږي او تعلیم او عامه خدمات د له منځه تلو له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش تیره اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې غونډه کې د خبرو پرمهال خبرداری ورکړ چې افغانستان په تار ځوړند دی او خلک له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي.

د تیر کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدو سره امریکا د افغانستان بانک او د نړیوالې ټولنې په میلیاردونو ډالر کنګل کړل څو طالبان چې یو شمیر غړي یې د امریکا په تور لست کې دي ، لاسرسی ورته پیدا نکړي.

نړیوال بانکونه ددې لپاره چې د امریکا له تعزیراتو سره مخ نشي افغانستان ته د پیسو په استولو کې په احتیاط چلند کوي.

د امریکا د مالیې وزارت ویلي دي چې مرسته رسونکي موسسات اجازه لري د بشري مرستو لپاره افغانستان ته نغدي‌ پیسې انتقال کړي او د ښوونکو، د عامه سکټور او صحي کارکوونکو تنخاوي په مستقیم ډول ورکړي.