د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د بشري مرستو څلورمه جوپه کابل ته را ورسېده


دغه طبي درمل په کابل کې د اندرا ګاندي روغتون ته سپارل شوي دي.
دغه طبي درمل په کابل کې د اندرا ګاندي روغتون ته سپارل شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان له خلکو سره ددې هیواد د بشري مرستو څلورمه جوپه چې درې ټنه روغتیايي درمل په کې شامل دي کابل ته رسیدلې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په ۳۰ (سلواغې ۱۰) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه طبي درمل په کابل کې د اندرا ګاندي روغتون ته سپارل شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې هند د افغانستان له خلکو سره د اړیکو دوام او بشري مرستو ته ژمن دی.

هند تر دې مخکې هم دک رونا ضد واکسین ۵۰۰زره ډوزه او د ژوند ژغورلو اړین روغتیايي درمل افغانستان ته استولي و.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په راتلوونکو اونیو کې به افغانستان ته د روغتیايي موادو ترڅنګ د خوراکي موادو مرستې ولېږي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکیمت وروسته دغه هیواد له بشري ناورین سره مخ شوی او تر دې مخکې نړیوالو سازمانونو له افغانستان سره د مرستو غوښتنې کړي وې.

د خوړو نړیوال سازمان (WFP)د تیري ډسمبر میاشتې د راپور له مخې په دغه هیواد کې څه باندې ۲۴ میلیونه خلک غذايي خوندیتوب نلري او څه باندې ۹۰ سلنه افغانان غذايي مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دبشري مرستو سازمانونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ساړه ژمې رارسېدو شرایط نور هم نازک کړي او په ټول افغانستان کې به په میلیونونو کسان له ستونزو سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG