د لاس رسي وړ اتصالات

چین وايي بشري مرستې یې افغانستان ته روانې شوي دي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په کابل کې د چین سفیر وایي په شاوخوا ۵۰۰ ټنه بشري مرستو بار یو اور ګاډی د افغانستان په لور روان شوی.

وانګ یو د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۳۰ (سلواغې لسمه) په خپل ټویټر لیکلي چې په دغه بشري مرسته کې غنم، بوره، غږړي او یو شمېر نور توکي شامل دي.

نوموړي زیاته کړې چې راتلونکې میاشت به په غنمو او یو شمېر نورو توکو بار بل اور ګاډی هم له چین څخه افغانستان ته راشي.

په کابل کې د چین سفیر ویلي چې هیواد یې د افغانستان له خلکو سره مرستې او همکارۍ ته ژمن دی.

ښاغلي وانګي تر دې مخکې ویلي وو چې چین له افغانستان سره د ۴.۷ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې کوي.

د چین دا مرستې داسې مهال کیږي‌ چې کابل ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان له بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ دی او ملګري‌ ملتونه وايي ۸.۷ میلیون افغانان تقریبا په قحطۍ کې ژوند کوي.

د خوراک نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې دا مهال ۲۴ میلیون خلک چې د دغه هېواد ۶۰ فیصده نفوس کیږي له جدي لوږې سره مخامخ دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی دی چې د کال تر پایه به د ټول نفوس ۹۷ سلنه په فقر او بې وزلۍ کې ژوند کوي.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د افغانستان اقتصاد مخ په ځوړ روان دی.

نوموړي تیره ورځ جنورۍ ۳۰مه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې «وخت مهم دی» او په خبره یې د یاد وضعت څخه د وتلو لپاره باید مایعات«پیسې» وایستول شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې که چیري اقدام ونشي، ژوند به له منځه ولاړ شي او په وینا یې نا امیدي به وده وکړي.

XS
SM
MD
LG