ټرمپ: د ایران جګړه به ډیر ژر پای ته ورسیږي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۲) وویل چې دده په باور د ایران سره جګړه به په نومبر میاشت کې د امریکا د منځمهاله ټاکنو وروسته پای ته ورسیږي.

نوموړي په دوبلن کې د ایرلند له صدراعظم مایکل مارټین سره د لیدنې پرمهال وویل چې د جګړې په پای ته رسیدو سره به د تیلو بیې ډیرې راټیټې شي.

ولسمشر ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د ایران سره به جګړه څه وخت پای ته ورسیږي وویل:"زما په اند ډېر ژر به وي. زما په فکر دا به شاید د منځمهاله ټاکنو سمدستي وروسته وي. هغوی هڅه کوي چې د ټاکنو د پیچلې کولو لپاره تر خپلې وسې پورې ځنډ رامنځ ته کړي، خو زما په اند خلک په دې پوهېږي، ځکه ایران نشي کولی چې اټومي وسله ولري."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې متحدو ایالتونو د ایران په وړاندې غوره کار کړی دی او په ډیر قوت سره هرمز تنګی کنټرول شوی دی.

نوموړي وویل:"موږ پرې (هرمز تنګی) ډېر قوي کنټرول لرو. موږ سمندري محاصره لرو چې د پام وړ ده... ستاسو د تېلو بیې به ډېرې لوړې وای. موږ ډېرې کښتۍ تیروو. موږ په اوسط ډول هره ورځ ۲۵ کښتۍ تیروو. ډېری یې د شپې لخوا."

ددې لیدنې په جریان کې، ولسمشر ټرمپ همدارنګه وویل چې حوثیانو امریکایي چارواکو سره په اړیکه کې ویلي دي چې هغوی نغواړي د متحدو ایالتونو سره جګړه وکړي.

ولسمشر ټرمپ وویل:"هغوی (حوثیان) ډېره غوره ګڼي چې موږ پکې ښکېل نه اوسو، او هغوی ډېرو کښتیو ته اجازه ورکوي چې تیرې شي. یوازې یوه هېواد داسې شته چې هغوی ترې ډېر خوښ نه دي، او موږ به دا خبره سمه کړو."

ولسمشر ټرمپ د یو شمیر ایرلنډي چارواکو سره تر لیدنې وروسته، د ګلف په یوه ټورنمنټ (Irish Open) کې هم ګډون کوي.