اروپايي ټولنې په روسیې باندې نوې بندیزونه ولګول  

تصویر: ارشیف

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر شپږمه (تله۱۴) په روسیې باندې د نویو بندیزونو لړۍ پیل کړه چې په کې تجارتي او د روسیې په ځینو افرادو بندیزونه هم شامل دي.

د اروپايي ټولنې نویو بندیزونو کې د روسیې د ګازو او تیلو صنعت هم په نښه شوی دی چې د مقاماتو په وینا جي-۷ هېوادونه یې په جزیاتو باندې کار کوي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې هېواد یې باید له روسیې سره په جګړې کې ګټونکی شي چې په خبره یې وارسا او پراګ ته د روسي ټانګونو د ورتګ مخه ونیول شي.

نوموړي په پراګ کې د اروپا د مشرانو په غونډې کې د خپلو ځواکونو د تجهیزولو غوښتنه بیا تکرار کړه.

بل لوري ته د روسیې حکومت ولادیمیر کارا مورزا په تر ټولو سخت ملي‌ خیانت تورن کړی دی. هغه د اپریل په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې یرغل غندلی او زنداني شوی و.

د هغه مدافع وکیل وادیم پروخوروف وویل چې موکل یې تورن شوی دی چې په لیزبن، هلسینکی او واشنګټن کې یې په خپلو خبرو کې پر روسي چارواکو باندې انتقادونه کړي دي.

خو هغه وویل: «دا خبرې هېواد ته هېڅ ګواښ نه وې، بلکې علني څرګندونې او ښکاره انتقاد و.»

دا پرمختګونه داسې مهال مخې ته راځي چې ولسمشر پوتین له اوکراین څخه د څلورو جلا شویو سیمو استقلالیت توشیح کړ.

روسیې څه موده مخکې د اواکرین په څلورو نیول شویو «دونیتڅک، لوکانسک، جنوبي خرسون او زاپورېژیا» سیمو کې له ټولپوښتنې وروسته دا سیمې له اوکراین څخه جلا کړې. اوکراین، اروپايي ټولنه او امریکا دا پرېکړه غندلې ده او اروپايي‌ ټولنې ویلي وو چې په هغو افرادو به بندیزونه لګوي چې دا ټولپوښتنې یې تنظیمې کړې وې.

روسیې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین یرغل پیل کړ، امریکا او اروپا دا یرغل وغنده، په روسیې باندې یې کلک بندیزونه ولګول او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پيل کړې.