د اوکراین ولسمشر ایران ته: په الوتکې د برید مسؤلینو ته سزا ورکړئ

د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زلنسکي

د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زلنسکي نن د شنبې په ورځ (جنورۍ ١١) هغو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه چې ددې هیواد مسافر وړونکې الوتکه یې ویشتلې ده.

ښاغلي زلنسکي خپل د فیسبوک په پاڼه لیکلي: "مونږ له ایران نه تمه لرو چې گناهکاران محکمې ته وړاندې کړي".

د اوکراین جمهور رئیس ددې پیښې په اړه په پلټنو کې د ایران د همکارۍ په ستایلو سره له تهران وغوښتل چې د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

له دې دمخه د ایران جمهور رئیس حسن روحاني په خپل ټویټر پاڼه دا ومنله چې دغه پیښه د ایران د سپاه پاسداران د "انساني خطا او اشتبایي ډز" په نتیجه کې شوې ده.

ښاغلي روحاني همداشان دغه پیښه "یو لوی او نه بخښونکی ناورین" بللی دی.

ددغه اوکراینۍ الوتکې د لویدلو په پیښه کې ١٧٦ تنه ووژل شول چې په کې د ایران، کاناډا، اوکراین، سویډن، جرمني، بریتانیا او افغانستان وگړي شامل وو.

کاناډا ددغې پیښې د قربانیانو کورنیو سره د مرستې لپاره د هم آهنگۍ او ځواب ویلو یوه نړیواله ډله جوړه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان، نن د شنبې په ورځ پدغه ډله کې د خپل هیواد د غړیتوب ډاډ ورکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغې پیښې اړوند هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په یو گډ تیلیفوني تماس کې یې ددغې ډلې په جوړولو موافقه کړې چې د کانادا له خوا یې وړاندیز شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددې ډلې غړي هیوادونه د پیښې په هکله په شفافو او هر اړخیزو پلټنو ټینگار کوي چې ددې الوتکې د پرزولو عوامل څرگند شي.