د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د غورځېدلې الوتکې تور بکس د بوینګ امریکايي شرکت ته نه ورکوي


په الوتکه کې ټول ۱۷۶ سپاره مسافر مړه شوي
په الوتکه کې ټول ۱۷۶ سپاره مسافر مړه شوي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي افغان ولسمشر اشرف غني ته تیلیفون کړی او د هغو لسو افغانانو په مړینې یې ورته تسلیت ویلی چې د چهارشنبې په ورځ (جنوري۸) د یوې اوکرایني الوتکې د غورځېدو په پېښه کې مړه شول.

د ارګ په اعلامیې کې ویل شوي دي چې ښاغلي زلنسکي د ولسمشر غني سره په خبرو کې د قربانیانو له کورنیو سره هم خواخوږي ښودلې ده.

په اعلامیې کې چې د پنجشنبې په ورځ (جنوري۹) خپره شوې ویل شوي دي چې ولسمشر غني هیله ښودلې ده چې ایران د دغې پېښې په اړه په تحقیقاتو کې مرسته او همکاري وکړي.

توره بکس

ولسمشر غني هیله څرګنده کړې ده چې ایراني چارواکي د غورځېدلې الوتکې تور بکس تحقیقاتي ډلې ته وسپاري چې پلټنه اسانه شي.

په همدې حال کې اوکراین ایران ته د خپلو الوتکو پروازونه ځنډولي دي او ۴۵ تنه یې د تحقیق لپاره ایران ته استولي دي.

اوکراینی چارواکي وايي پروازونه به تر هغه ځنډېدلي وي تر څو چې تهران ته نږدې د اوکراین د ۷۳۷-ډوله مسافر وړونکې الوتکي د راغورځیدو اصلي علت نه وي معلوم شوی.

د ایران دغه مسافر وړونکې الوتکه د چهار شنبې په سهار له پرواز او د ۲۵۰۰ متره ارتفاع وروسته راوغورځیده. ایراني چارواکي وايي دوی د بوینګ د غورځیدلې د الوتکي توربکس ترلاسه کړېدی خو معلومات به ېې له امریکايي کمپنۍ بوینګ سره شریک نکړي.

په دغه بکس کې معمولا د پرواز معلومات وي او کولای شي د پيښې د علت له روښانه کیدو سره مرسته وکړي.

اوکراین د الوتکې په تړاو د پراخو او باور وړ تحقیقاتو غوښتنه کوي. د اوکراین صدراعظم اولکسي هنچوروک وویل: "بې له شکه موږ غواړو په ډیر شفاف ډول دغه تحقیقات وشي. ټول هغه نړیوال او عامه سازمانونه چې پرې باور کیدای شي پکار ده په دې تحقیقاتو کې ګډون ولري."

په الوتکه کې ټول ۱۷۶ سپاره مسافر مړه شوي دي چې اکثریت یې ایرانیان او ۶۳ کاناډایان هم په کې وو. همداراز په دغه الوتکه کې ۶۳ کاناډایان او د یوکراین ۱۱ اوسیدونکي هم سپاره وو.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو هیله څرګنده کړه چې هیواد به یې په تحقیقاتو کې برخه واخلي.

هغه وویل: "دا کار موږ ته ډیر ارزښت لري. کاناډا د هغو ګوتو په شمار هیوادونو په ډله کې دی چې د دا شان پېښو په برخه کې لوړ تخصص لري. له همدې امله موږ په دې برخه کې ډیره ګټوره ونډه اخیستلی شو. ډاډمن یو چې زموږ متحدین به په دې تحقیقاتو کې زموږ د ګډون له امله اطمینان ترلاسه کړي چې د پام وړ مرسته کولی شو."

دغه پيښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې ایران په عراق کې د امریکايي ځواکونو دوه اډې په مزایلو وویشتې.

XS
SM
MD
LG