اوکراین اعلان کړی چې د ډرونونو او ګرځنده پوځي تجهیزاتو د کارونې لپاره د سپوږمکۍ په مرسته د سټارلینک د انټرنټ پر سرعت لګیدلي محدودیتونه لرې شوي دي او د اوکراین ځواکونه یو ځل بیا دې سیسټم ته بشپړ لاسرسی لري.
د اوکراین دفاع وزیر یوهني خمارا د شنبې په ورځ (اکتوبر ۲۴) وویل چې د وزارت د څارنې سیسټمونو په هغو ګرځنده وسایلو کې چې په ساعت کې تر ۴۰۰ کیلومتره ډېر سرعت لري، د سټارلینک د باثباته اتصال تایید کړی دی.
د سپېس ايکس د سټارلېنک په پوځي بڼې، سټارشیلډ، باندې لګول شویو محدودیتونو تېره اونۍ د اوکراین د پوځي او حکومتي چارواکو ترمنځ اندېښنې راپورته کړې وې، ځکه د اوکرایني قوماندانانو په وینا، دغو محدودیتونو د بې پیلوټه الوتکو د لاسه ورکولو او په جبهو کې د عملیاتو د ګډوډۍ زمینه مساعده کړې وه.
خیمارا له واشنګټن سره د اوکراین د ولسمشر وولودیمیر زیلینسکي د مستقیمو خبرو اترو او دیپلوماتیکو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې، دا لا هم روښانه نه ده چې پر سټارلینک او سټارشیلډ باندې د محدودیتونو امر چا کړی و. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دا پرېکړه یې نه ده کړې او ایلان ماسک باید پړ نه ګڼل شي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس د ماسک سره د سپینې ماڼۍ د همغږۍ اشاره کړې، خو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسیت د هر ډول حکومتي ښکېلتیا څخه انکار کړی دی.
دې پېښې د کیف او واشنګټن ترمنځ کړکېچ نور هم زیات کړی، دا هغه اړیکې دي چې د روسیې د ډیزلو د واردولو په اړه د مسکو سره د ټرمپ د معاملې د راپورونو له امله هم اغېزمنې شوې دي.
د جګړې په جبهاتو کې، اوکرایني ځايي چارواکو د شنبې په ورځ (اکتوبر ۲۴) وویل چې د خارکیف په لوزووا سیمه کې د توغندي په برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
په ورته وخت کې، د کریمیه په نیمه جزیره کې چې د روسیې تر اشغال لاندې ده، په بېلابېلو ښارونو کې د روسیې لخوا ګمارل شویو چارواکو د شپې له خوا د اوکراین له بریدونو وروسته د برېښنا د پرچاوۍ راپور ورکړ.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز هم د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی ځواکونو د روسیې په تولیاتي ښار کې یوه کیمیاوي فابریکه په نښه کړې ده، دا هغه فابریکه ده چې د راکټونو د سوند توکو کارېدونکي مواد تولیدوي.
د تولیاتی ښاروال، ایلیا سوخیخ وویل، چې د شپې برید د ښار صنعتي تاسیساتو ته زیان اړولی دی.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندانۍ هم دا خبره تایید کړه چې د دغه هیواد ځواکونو د روسیې په اوریل ښار کې د الکترونیکي وسایلو یو فابریکې په نښه کړې ده.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز په وینا، دا فابریکه هغه پرزې تولیدوي چې د روسیې د کروز او بالستیک توغندیو په جوړولو کې کارول کیږي، کوم چې روسیه یې په مرسته د اوکراین ښارونه په نښه کوي.
د سټارلینک د خدماتو بشپړه بیا رغونه او د جګړې راپورونه په داسې حال کې کیږي چې د امریکا استازو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.
روسیې د چهارشنبې په ورځ موافقه وکړه چې راتلونکې میاشت له امریکا او اوکراین سره درې اړخیزې خبرې بیا پیل کړي.
په ورته وخت کې، کیف او مسکو د جمعې په ورځ د امریکا د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ په منځګړیتوب په یوه هوکړه موافقه وکړه چې د اوکراین په جنوبي خرسون سیمه کې چې د روسیې تر کنټرول لاندې ده، د اولیشکي په ښارګوټي کې محدود اوربند وکړي.