ملګري ملتونه: سږ کال له ایران او پاکستان څخه ۷۵۰ زره افغانان ستانه شوي

د کډوالو د نړیوالې ورځې سره په یو وخت، ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۳ کال راپدیخوا شاوخوا شپږ میلیونه افغان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي، عارف جمال، د شنبې په ورځ (د جون په ۲۰مه) د ایکس پر ټولنیزې شبکې په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې یوازې په روان کال کې "شاوخوا ۷۵۰ زره افغانان" خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو ادارو ویلي دي چې د دې شمېر کډوالو راستنېدو د افغانستان په ډېرو برخو کې بشري اړتیاوې او اړین خدمات زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، مرستندویه ادارې د افغانستان له حکومتي او غیر حکومتي سازمانونو سره په همکارۍ په ګمرکونو کې له راستنېدونکو سره مرسته کوي.

عارف جمال وویل: "په دې مرسته کې د بېړنۍ نغدې پیسو وېش، د سرپناه برابرول، او د هغو کورنیو لپاره د نورو اړینو خدماتو وړاندې کول شامل دي چې له کلونو کډوالۍ وروسته خپل هېواد ته راستنېږي."

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو څلورو ادارو – د خوړو او کرنې سازمان، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د یو نیم میلیون تذکرو او نورو هویتي اسنادو د صادرولو لپاره د یوې ګډې پروژې د پیل اعلان کړی دی.

عارف جمال وویل چې د دې پروګرام موخه دا ده چې "له راستنېدونکو او هغو کسانو سره چې د هویت اسناد نلري د بانکي خدماتو، د ځمکې ملکیت، زده کړو او روغتیايي خدماتو ته په لاسرسي کې مرسته وکړي."

د ملګرو ملتونو چارواکو ټینګار کړی چې د هویت اسنادو نشتوالی بېرته له افغان ټولنې سره د کډوالو د یوځای کولو پر وړاندې یو لوی خنډ دی.

اروپايي ټولنې له کډوالو، راستنېدونکو، په کور دننه بې ځایه شویو کسانو او کوربه ټولنو سره خپله ژمنتیا بیا تایید کړې ده.

دغې ټولنې وویل چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان (IOM) سره په افغانستان کې په ګډه، د ساتنې، معشیت، او پایښت لرونکو حل لارو ملاتړ کوي، او له افغانانو سره مرسته کوي چې خپل ژوند په عزت سره بیا ورغوي.

د کډوالو نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو لخوا هر کال د جون په ۲۰مه نمانځل کیږي. دا ورځ لومړی ځل د ۲۰۰۱ کال د جون په ۲۰مه د ۱۹۵۱ کال د پناه غوښتونکو د وضعیت اړوند کنوانسیون د پنځوسمې کلیزې پرمهال ولمانځل شوه.

دا ورځ یوه فرصت دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ملیونونو پناه غوښتونکو او بې ځایه شویو خلکو کړاو ته نړۍ پاملرنه وکړي.

ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې له کډوالو او بېرته ستنېدونکو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغوی د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا ډېرې سرچینې ځانګړې کړي.

ملګري ملتونه د کډوالو نړیواله ورځ په داسې وخت کې لمانځي چې د ځینو اروپايي هېوادونو له خوا د کډوالو، په ځانګړې توګه د افغانانو، د شړلو یا په زور بېرته ستنولو نوې پالیسۍ د بشري حقونو سازمانونو او د ملګرو ملتونو د چارواکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د بښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) دا پلانونه د بشري حقوقو له معیارونو سره په ټکر کې بللي او خبرداری یې ورکړی چې د کډوالو د توقیف او شړلو زیاتوالی کیدای شي د هغوی د بنسټیزو حقونو د سرغړونې لامل شي.