بینیت: د افغانانو د غږ اوچتولو او د بشري حقونو د سرغړونو مستند کولو ته ژمن یم

ریچارد بینیت، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی

نن د ډسمبر لسمه نېټه د بشري حقونو ورځ نمانځل کېږي. په دې ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینت یو ځل بیا ټېنګار کړی چې په افغانستان کې به د بشري حقونو سرغړونې ثبتوي او نړیوالو ته به د افغانانو غږ رسوي.

ښاغلي بینیت د دغې ورځې په مناسبت امریکا غږ ته په یو ځانګړي استول شوي پیغام کې ویلي: «په داسې حال کې چې موږ د بشري حقونو ورځ نمانځو، زه د سرغړنو د ثبت کولو، د حساب ورکونې په اړه د هڅو، د باور فضا ته د داخلېدو د ټکو موندلو، رغونې، پرمختګ او د افغانانو د غږ اوچتولو په اړه په خپلې ژمنې بیا ټېنګار کوم او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه. د افغانستان اینده باید د هغوی [ښځو] د بشپړ مشارکت، حقونو او په اصلي بڼه د رهبریت په اساس جوړه شي، ګورو او اورو او ستاسو استقامت نړۍ ته الهام بخښي. تاسو هېر شوي نه یاست او ستاسو حقونه زموږ د ګډ مسئولیت په خپل ځای دي.»

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په سږني شعار کې« بشري حقونه د ورځني ژوند اړتیا» بلل شوي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) هم په افغانستان کې بشري حقونو او په خاص ډول د نجونو او ښځو حقونو ته په درناوي ټېنګار کړی دی.

د یوناما په خپرې شوې اعلامیې کې د دغې ادارې مرستیالې جورجیټ ګانیون په طالبانو غږ کړی چې د نړیوالو مکلفیتونو د ترسره کولو لپاره پرېکنده ګامونه واخلي.

هغې ویلي دي: «بشري حقونه اختیاري انتخاب نه دی. دا هغه مهمې ورځنۍ اړتیاوې دي چې ژوند ته دوام وربخښي. افغانستان لپاره د دې ډاډ ترلاسه کول چې ښځې او نجونې وکولی شي زده کړې وکړي، کار وکړي او په ټولنه کې بشپړ ګډون ولري د بیا رغونې اړین موارد برابروي. موږ له واکمنو چارواکو څخه غوښتنه کوو چې له نړیوالو مکلفیتونو سره د سمون لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او د افغانستان او د هغه د ټولو وګړو لپاره د پرمختګ زمینه برابره کړي.»

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړ او له هغه وروسته یې د افغان ښځو او نجونو په کار، سیاسي او ټولنیز مشارکت باندې بندیزونه او محدویتونه ولګول. همدغه راز یې د شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو تعلیم هم بند کړ.

د یوناما په اعلامیې کې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د استازې فیونا فریزر له خولې لیکل شوي: «د ورځني ژوند اړین عناصر- ښوونه او روزنه، روغتیایي خدمتونه، معیشت او ازادي - هغه حقونه دي چې باید ټولو افغانانو ته ورکړل شي. خو سر بیره پردې، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره پر ډیری حقونو سترګې پټې شوې دي. بشري حقونه باید د افغانستان د پرمختګ په لاره کې مرکزي حیثیت ولري. دغه حقونه د بقا او امید ترمنځ د یوه پل په توګه کار کوي.»

یوناما په ټولو دخېلو «اړخونو- چارواکو، ټولنو او نړیوالو همکارانو- غږ» کړی دی چې د افغانستان د «بشري حقونو په اړه خپلې ژمنې بیا تازه» کړي.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړي او یوناما د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي د افغانستان سیاسي، اقتصادي او په خاص ډول بشري وضعیت د دغې غونډې د بحث مهم ټکي بلل شوي.

څه موده مخکې په نړۍ کې د ادیانو د ازادۍ په اړه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت راپور د افغانستان په هکله ویلي وو چې د طالبانو حکومت د شریعت څخه د خپل تفسیر پر بنسټ ټولنه اداره کوي او مذهبي اقلیتونه د دې حکومت له بشپړ ملاتړ څخه برخمن نه دي.

په دغه راپور کې د باوري سرچینو لکه د بشري حقونو سازمانونو او په ۲۰۲۳ کال کې د هدفي تاوتریخوالي د قربانیانو د راپورونو په حواله، د دغو اقلیتونو د حقونو څخه د سرغړونې په اړه د اندېښنو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ په حواله راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو راهیسې "اقلیتونه، په تېره بیا مذهبي اقلیتونه هېڅکله له بشپړ خوندیتوب څخه برخمن نه وو."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دې راپور کې د ګڼو سرچینو په حواله لیکلي دي چې طالبانو "شیعه مذهبه ټولنه د دې لپاره له پامه غورځولي چې له هېواد څخه وتلو ته یې اړ کړي". په دې راپور کې هزاره مشرانو د طالبانو له خوا د هزاره ګانو هدفي وژنو ته اشاره کړې چې په دې کې په ارزګان کې د یو هزاره سړي او د هغه د زوی سرونه پرې کول شامل دي او د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو له خوا د هزاره ګانو "وژنې، شکنجه او په زوره بیځایه کونې" او په څو ولایتونو کې د هغوی د ځمکو او کورونو غصب کول دوام لري.