د لاس رسي وړ اتصالات

د استرالیا حکومت د طالبانو په څلورو لوړ پوړو چارواکو بندیزونه ولګول


د استرالیا حکومت د طالبانو په څلورو لوړپوړو غړو بندیزونه لګولي دي. د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د دې بندیزونو دلیل، په افغانستان کې د "ښځو ، نجونو، لږکیو او د خلکو په وړاندې ظلم" او په افغانستان کې د "ښه حکومتولۍ یا د قانون د حاکمیت کمزوري کول" ښودلی دی.

د بندیزونو په لېست کې چې د شنبې په ورځ (د ډسمبر شپږمه) خپور شوی، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر، محمد خالد حنفی، د لوړو زده کړو وزیر، ندا محمد ندیم، د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعی او د سترې محکمې مشر قاضی القضات عبدالحکیم حقاني نومونه شامل دي.

د بندیزونو په اساس، د طالبانو دغه چارواکي نشي کولای چې استرالیا ته سفر وکړي او هېڅ څوک (استرالیایي وګړي) نشي کولای چې د بندیزونو په لېست کې د یادو کسانو شتمني په واک کې ولري او یا د دوی په ګټه کار وکړي.

دا بندیزونه د استرالیا لخوا تازه د افغانستان په اړه د بندیزونو د اعلان شوي "خپلواک چوکاټ" له مخې لګول شوي دي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان راپور ورکړی و چې د اسټرالیا حکومت د خپلو بندیزونو په مقرراتو کې د اصلاحاتو وړاندیز کړی چې له مخې به یې په افغان طالبانو نوي بندیزونه ولګوي.

دا تعدیلات د اسټرالیا حکومت ته اجازه ورکوي چې په هغو اشخاصو او ادارو مستقیم او هدفمند بندیزونه او د سفر بندیزونه ولګوي چې په افغانستان کې یې د ښځو، نجونو، او قومي او مذهبي لږکیو په ځپلو کې رول لوبولی دی.

له دې وړاندې هم، یو شمېر هیوادونو، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې پر طالب چارواکو د ورته تورونو له امله بندیزونه لګولي دي، چې ندیم حقاني او شرعي هم په کې شامل دي.

طالبان تر اوسه د اسټرالیا د حکومت د دې اقدام په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی. خو، له دې وړاندې، د دې ډلې ویاندویانو د طالبانو پر مشرانو د بهرنیو بندیزونو په غبرګون کې ویلي وو چې نړیواله ټولنه د فشار راوستلو پرځای، باید د طالبانو له حکومت سره د تعامل لاره غوره کړي.

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ، په افغانو ښځو او نجونو یې سخت محدودیتونه لګولي دي، نجونې یې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې کړي، په ښځو یې کاري محدودیتونه لګولي اوله ګڼ شمېر ټولنیزو او مدني حقونو او آزادیو څخه یې محرومې کړې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان تېره اونې اعلان وکړ چې د افغانو ښځو د خوندیتوب په تېرو دوو کلونو کې په بې ساري ډول خراب شوی او عاجل نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده.

د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لوړ خطر سره د مخامخو ښځو او نجونو شمیر ۴۰ سلنه زیات شوی او اوس ۱۴.۲ میلیونه ښځې خوندیتوب او مرستو ته اړتیا لري

طالبانو د نړیوالو نیوکو په ځواب کې د ښځو د حقونو او ازادیو په اړه خپل چلند د افغانانو د کلتور او اسلامي قانون پر بنسټ دریځ بیان کړی دی او دا یې د "افغانستان داخلي موضوع" بللې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG