ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه، ډسمبر لسمه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي چې په کې به د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
یوناما په خپل رسمي ایکس حساب کې لیکلي دي چې دا غونډه به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د کابل په وخت د شپې په ۷:۳۰ پيل کېږي.
د افغانستان سیاسي، اقتصادي او په خاص ډول بشري وضعیت به د دغې غونډې د بحث مهم ټکي وي.
طالبانو، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په کار، تعلیم، سیاسي او دا ډول نورو مشارکتونو بندیزونه ولګول. یوناما او نورې نړیوالې ادارې دا بندیزونه غندلي او د لېرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
تازه د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان یو ځل بیا د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري مرستو په ادارو کې په ښځو باندې د کار محدویتونه لېرې کړي. طالبانو څه باندې درې میاشتې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په سازمانونو کې ښځې له کار څخه منع کړې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د طالبانو دا پرېکړه «احمقانه» وبلله.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې ځانګړې استازې سوزان فرګاسن میلونونو افغانانو ته د خوړو، څښاک پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او سرپناه جدي ضرورت ته په کتو ویلي دي: «هر څومره چې د [طالبانو] دا بندیزونو موده اوږدېږي، په هماغه اندازه ژغورونکو خدمتونو ته خطرونه پیدا کېږي.»
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په بشري چارو کې د ښځو په کار باندې د بندیزونو د غندنې تر څنګ ویلي، چې دغو بندیزونو «د بشري حقونو او برابرۍ لپاره د ملګرو ملتونو اساسي اصول» مات کړي دي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظم ادارې (اوچا) ویلي چې افغانستان د بشري مرستو د اړتیا له پلوه لا هم په نړۍ کې یو اړمن هېواد دی او په ۲۰۲۶ کال کې به ۲۲ میلیون کسان، چې د افغانستان ۴۵ فیصده نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا ویلي دي چې په ۲۰۲۶ کال کې ۱.۷۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري چې پرې اړمنو افغانانو ته مرستې برابر کړي.
د امنیت شورا په داسې حال کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي چې یوناما له شاوخوا دریو میاشتو راهېسې مشر یا مشره نه لري. د سپتمبر په میاشت کې د مخکنۍ استازې روزا اوتنبایوا د ماموریت له ختمېدو وروسته ملګرو ملتونو لا کوم بل ځانګړی استازی معرفي کړی نه دی.
یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د منشور په اساس روان وضعیت څاري او په اړه يې راپورونه برابروي، طالبان په دغې ادارې تور لګوي چې په خپلو راپورونو کې بې طرفي نه ساتي، خو یوناما دا تورونه ردوي.
فورم \ دبحث خونه