د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د نجونو په مخ د ښوونځیو د تړل شویو دروازو د سمدستي بیا پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د یونیسف استازي تاج الدین ایوالي په افغانستان کې د تعلیمي کال د پيل په مناسبت د پنجشنبې په ورځ (مارچ۲۶) په خپل ایکس حساب کې، چې د یونیسف په رسمي ایکس کې هم خپور شوی، لیکلي دي چې «هره نجلۍ حق لري ښوونځي ته» ولاړه شي.
څو ورځې مخکې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته وویل چې طالبان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د «تر ټولو ځپونکي وضعیت مسئول» دي او «وحشیانه» کړنې یې غندي.
د افغانستان لپاره د یونیسف استازي تاج الدین ایوالي لیکلي دي: «دا چې په افغانستان کې ښوونځي بیا پرانیستل کېږي، د یونیسف پیغام ډېر ساده دی: هره نجلۍ حق لري په ښوونځي کې وي. چې نجونې زده کړه کوي، ټولنې لا قوي وده کوي او اینده د هر چا لپاره روښانه کېږي.»
د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف د برخې مشر سنجی ویجسکرا هم په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو غوښتنه کړې او ویلي دي چې له تعلیم څخه د میلیونونو افغان ماشومانو محرومیت د افغانستان اینده له خطر سره مخامخ کوي.
نوموړي په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «د ښوونځي پیل هر ماشوم ته هیله بخښي. په افغانستان کې نجونو ډېر انتظار وکړ. اوس یې وخت دی چې د ښوونځیو دروازې بیا پرانېزو- ځکه چې هیله، عزت او اینده په زده کړو سره پيل کېږي.»
په افغانستان کې تېره ورځ تعلیمي کال پیل شو. ملګري ملتونه اټکل کوي چې طالبانو دا مهال په افغانستان کې ۲.۲ میلیون نجونې له تعلیم څخه بې برخې کړې دي.
په نړیوالو سازمانونو او اشخاصو سربېره، په افغانستان کې دننه هم یو شمېر سیاسي څېرو او فعالانو د نجونو د تعلیم د بیا پیل کېدو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د افغان «نجونو او هلکانو د علم زدهکړه، د هیواد د پرمختګ، قوت، ځان بسیاینې او باعزته ژوندانه لپاره حیاتي» ده.
د حامد کرزي په رسمي ایکس حساب کې په دې اړه لیکل شوي دي: «حامد کرزی ټینګار کوي چې له تعلیمه د نجونو محرومیدل او د ښځو د کار بندیز به مو ولس ورځ تر بلې د لا ډیرې ناتوانۍ او ضعف سره مخامخ کړي او ددې حالت دوام به د هیواد د ثبات او پرمختګ لپاره نه جبرانېدونکی زیان راپیښ کړي.»
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته له بیا رسېدو وروسته له شپږم ټولګیو ورپورته د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز لګولی او ادعا کوي، چې دا کار یې د «شرعیت او افغان فرهنګ» په اساس کړی او تر «امرثاني» پورې وي، خو نه وايي چې «امر ثاني» یې کله تمامېږي.
نړیوالې ټولنې د طالبانو دا بندیز غندي، د لېرې کولو غوښتنه یې کوي او په نجونو او ښځو د طالب واکمنانو بندیزونه او محدودیتونه د «جنسیت په اساس تبعیض» بولي.
دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو د برخې یو مسئول د مارچ په اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت امریکا غږ ته په یو استول شوي ایمیل کې ویلي چې متحده ایالتونه د افغانستان ښځو او نجونو د حقونو حمایت کوي.
دغه ویاند لیکلي دي: «د بهرنیو چارو وزارت په درېیم هېواد کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو حمایت کوي، چې د ښځو لپاره د تحصیلي بورسونو ورکول او په افغانستان کې د لوړو زده کړو پروګرامونو کې د زده کوونکو د بري ملاتړ هم په کې شامل دي.»