د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې نوی ښوونیز کال له شپږم ټولګي پورته د نجونو له تعلیم پرته پیل شو

په افغانستان کې نوی ښوونیز کال نن دوشنبه مارچ ۲۳ په داسې حال کې پیل شو چې له شپږم ټولګي پورته نجونې د پنځم پرله پسې کال لپاره هم له زده کړو محرومې دي.

طالبانو اوس هم نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو او میرمنې له عالي زده کړو او منع کړي او په دې برخه مثبت پرمختګ نه ترسترګو کیږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ له شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم په وړاندې شته محدودیتونه د "نه منلو" وړ بللي او د لغوه کیدو غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه د نوي لمریز کال مبارکي ویلي او لیکلي یې دي:" په افغانستان دا نوی تعلیمي کال دی چې نجونې به له شپږم ټولګي پورته د زده کړو او میرمنې پوهنتونونو ته د تګ اجازه ونه لري."

بنیټ ټینګار کړی چې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه به پر افغانستان اوږمهاله اغیزې ولري.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارد لنسي په خپله ایکس پاڼه زده کړو ته "د ټولو د لاسرسي په اړتیا ټینګار کړی" او څرګنده کړې یې ده:" په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال په پیل سره، په میلیونونه نجونې او میرمنې د زده کړو له حق څخه بې برخې دي."

لنسي په خپل پیغام کې زیاته کړې ده چې زده کړو ته د نجونو نه لاسرسی ددې لامل کیږي چې د افغانستان راتلونکی زیان وویني او ټولنې له پرمختګ څخه پاتې شي.

دغه محدودیتونه په ۲۰۲۱ کا کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته وضع شول چې له مخې یې په میلیونونه میرمنې د زده کړو له اساسي حقونو څخه بې برخې شوې.

تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازی مایک والتز د افغانستان په اړه د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته د هغه هیواد وضعیت ډیر (ستونزمن) وباله او ویې ویل چې د طالبانو سیاستونه ددې لامل شوي چې یاد هیواد له انساني او اقتصادي کړکیچ سره مخ شي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه نجونې د طالبانو د محدودیتونو له امله له تعلیم څخه بې برخې شوي دي.

ملګرو ملتونو په خپل وروستي دریځ کې د فبروري میاشتې په ۱۱مه نیټه د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د میرمنو او نجونو پر زده کړو محدودیتونه پای ته ورسوي.

طالبانو په لومړیو کې دا محدودیتونه لنډمهاله بللي وو او ویلي وو چې پر نصاب او د اسلامي شریعت پر اساس د مناسب چاپیریال په رامنځ ته کیدو کار کوي خو اوس له څلورو کلونو وروسته په دې برخه کې هیڅ څه لیدل شوي ندي.

بلخوا له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونیسف په افغانستان کې د ښوونځیو د بنسټونو د ناسم وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې ده.

ددغه صدوق د راپور له مخې، په افغانستان کې له دریو برخې څخه یوه برخه ښوونځي د څښاک اوبه نلري او نیمایي یې صحي آسانتیاوي نلري.

د لومړنیو ښوونځیو نشتون په خاص ډول د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ماشومانو د زده کړو د دوام په وړاندې جدي خنډ ګڼل کیږي.

یونیسف خبرداری ورکړی:" د پاکو اوبو او د نجونو لپاره د جلا تشنابونو نشتون، د ښوونځیو د خوشي کیدو یو عمده دلیل دی."

د راپور له مخې، څه باندې شپیته سلنه ښوونځي د نجونو لپاره جلا تشنابونه نلري او همدا مسله ددې لامل کیږي چې نجونې ښوونځیو ښوونځي پریږدي.

کارپوهان په دې باور دي د نجونو د زده کړو په وړاندې د شته محدودیتونو په ګډون ددغو محدودیتونو رفع کیدل د افغانستان لپاره مهم شمیرل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG