د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې پر وینزویلا یې د بریدونو دوهمه څپه ځنډولې ده، او ټینګار یې وکړ چې د هیواد موقت مشران او متحده ایالتونه په ځانګړي توګه د هغه هیواد د تیلو او ګازو د زیربناوو په بیا رغونه کې په ګډه ښه کار کوي.
ټرمپ د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۹مه خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشیل کې ولیکل، "وینزویلا د سولې د لټون د یوې نښې په توګه ګڼ شمېر سیاسي بندیان خوشې کوي. دا یو ډېر مهم او ځیرک اقدام دی."
ټرمپ د تیرې شنبې په ورځ د امریکایي ځواکونو لخوا د وینزویلا د دیکتاتور نیکولاس مادورو د نیول کیدو نه وروسته د جمعې په ورځ وویل: "متحده ایالتونه او وینزویلا په ځانګړې توګه د تیلو او ګازو د زیربناوو په بیارغونه کې په ډیر لوی، غوره او عصري ډول په ګډه ډیر ښه کار کوي."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه "د دې همکارۍ له امله، ما د بریدونو دوهمه څپه چې مخکې یې تمه کیده، لغوه کړه، ځکه چې اړین نه ښکاري، خو بیا هم ټولې بیړۍ به د خوندیتوب او امنیت په موخه په خپل ځای پاتې شي."
ټرمپ وویل چې هغه به د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د تیلو شرکتونو د مشرانو سره وګوري ترڅو د وینزویلا د انرژۍ زیربناو په بیا رغونې کې د مرستې په اړه بحث وکړي.
هغه وویل: "د تیلو لوی شرکتونه به لږترلږه ۱۰۰ میلیارد ډالر پانګونه وکړي، چې له ټولو سره به زه نن په سپینه ماڼۍ کې وګورم."
ولسمشر ټرمپ د دې اونۍ په پیل کې، اعلان وکړ چې وینزویلا به د وینزویلا د خلکو او متحدو ایالتونو د ګټې لپاره د بازار په نرخونو کې له ۳۰ څخه تر ۵۰ میلیون بیرل تیل د پلور لپاره وړاندې کړي.
د مادورو له نیول کېدو وروسته، چې اوس په متحدو ایالتونو کې د مخدره توکو او د وسلو د قاچاق له تورونو سره مخ دی، د موقتې ولسمشرې ډیلسي روډریګیز اوس مهال د وینزویلا حکومت مشري کوي.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ نیویارک ټایمز سره په مرکه کې وویل چې پر وینزویلا د امریکا څارنه به کلونه وخت ونیسي.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې پر وینزویلا د امریکا څارنه به څومره وخت ونیسي، وویل "یوازې وخت به فیصله وکړي." هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د یوې میاشتې، یو کال یا ډیرو ترمنځ که انتخاب وکړي، وویل "زه فکر کوم چې دا به ډیر وخت ونیسي."
هغه وويل: "موږ به له تېلو څخه کار واخلو او موږ به تېل ترلاسه کړو. موږ به د تېلو بيې ټيټې کړو او موږ به وينزويلا ته پيسې ورکړو، چې دوی ورته سخته اړتيا لري."
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ ۸مه خبریالانو ته وویل چې متحده ایالتونه به په "انتخابي" ډول پر وینزویلا بندیزونه لرې کړي ترڅو د دغه هیواد خام تیل په نړیوالو بازارونو کې انتقال او وپلورل شي.
لیویټ وویل: "د وینزویلا او د هغه هیواد د خامو تیلو او محصولاتو له خرڅلاو څخه ترلاسه شوي ټولې پیسې به اول د امریکا تر کنټرول لاندې نړیوالو پیژندل شویو بانکونو ته ولېږدول شي ترڅو د عایداتو د وروستي ویش مشروعیت او بشپړتیا تضمین شي، او دا پیسې به د امریکا او د وینزویلا د خلکو په ګټه د متحدو ایالتونو د حکومت په اختیار کې ورکړل شي."