د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د انرژۍ وزیر: وېنزویلا کې به د تیلو د تولید لپاره ستر امریکايي شرکتونه هغه هېواد ته ولاړ شي


د متحدو ایالتونو د انرژۍ وزیر کریس رایټ وايي چې د وېنزویلا موقتي چارواکو سره د امریکا د معاملې په اساس به ستر امریکایي شرکتونه د هغه هېواد تیل تولیدوي او ممکن داسې شرکتونه به هم په کې وي چې تر دې مخکې د لاتینې امریکا په دغه هېواد کې فعال نه و.

رایټ د چهارشنبې په ورځ په فلورېډا کې په یو کنفرانس کې وویل چې یوه ورځ مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د ولسمشر ټرمپ له لوري د وېنزویلا د تیلو اعلان شوې معامله «به په اوږد مهال کې داسې حالات رامنځ ته کړي چې لوی امریکایي شرکتونه چې یا مخکې هلته وو او یا شاید نه وو، خو اوس غواړي چې هلته وي، هلته به ولاړ شي.»

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیووت د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ټرمپ به د جمعې په ورځ د تیلو د صنعت له مشرانو سره وویني او «د هغه لوی فرصت په اړه چې د دغو شرکتونو په مخکې پروت دی، بحث وکړي». نوموړې په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.

لیوویت وویل چې واشنګټن د وېنزویلا د موقتي چارواکو سره نژدې تماس لري.

هغې وویل: «د وېنزویلا په اړه. د ټرمپ حکومت، د بهرنیو چارو د وزیر روبیو په مشرۍ، د ولسمشر مرستیال او د ملي امنیت ټوله ډله د وېنزویلا له لنډ مهاله (موقتي) مقاماتو سره نژدې اړیکه لري. موږ دا مهال په څرګند ډول د وېنزویلا په لنډمهالو مقاماتو باندې حداکثر نفوذ لرو، او ولسمشر ټرمپ په څرګند ډول ویلي چې دا هېواد په متحدو ایالتونو کې دننه لویدیځې نیمه کرې ته نژدې دی او نور نه شي کولای د امریکا متحدو ایالتونو ته ناقانونه نشه يي توکي واستوي. نور نه شي کولای د امریکایي اتباعو د وژلو لپاره په جنايي ډلو کې ناقانونه خلک واستوي او قاچاق یې کړي، هاغسې چې په تېر وخت کې یې کول او ولسمشر د ځواک او بهرنۍ تګلارې له لارې په بشپړ ډول سوله تامینوي. بنآ، موږ به د لنډمهالو چارواکو سره له نژدې څخه په اړیکه کې یو.»

د ولسمشر ټرمپ د ټروټ سوشل په حساب کې د خپاره شوي پوست په اساس به وېنزویلا متحدو ایالتونه ته د ۳۰ میلیون څخه نیولې تر ۵۰ میلیون بیلر تیل پورې د ورځې په نرخ ورکوي او پېسې به یې د ولسمشر په خوښه د وېنزویلا او امریکا د خلکو په ګټه کارول کېږي، دا هغه تيل دي چې متحده ایالتونو پرې بندیز لګولی دی.

د متحدو ایالتونو د دغه اعلان په ځواب کې د وېنزویلا د تیلو دولتي شرکت PDVSA په خپل انستاګرام کې یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې ویل شوي« دوی اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارتي اړیکو د موجوده چوکاټ په اساس، د تیلو د خرڅلاو په اندازې خبرې کوي.»

دغه شرکت ویلي چې د خبرو هدف دا دی چې داسې یوې معاملې ته ورسېږي لکه اوس یې چې په وېنزویلا کې د تیلو د تولید د امریکايي شرکت Chevron په ګډون نورو نړیوالو امریکایي شرکتونو سره یې لري، دا په دغه هېواد کې وروستی پاتې امریکایي شرکت دی. تر دغه شرکت مخکې په ۲۰۰۷ کې Exxon Mobil and ConocoPhillips شرکتونه له وېنزویلا څخه وتلي وو.

د تېلو له پلوه شتمنې وېنزویلا په ۱۹۷۶خپل د تیلو صنعت ملي کړ او د PDVSA په جوړولو سره یې د تیلو د تولید په تاسیساتو باندې، چې له لسیزو راهېسې د متحدو ایالتونو او نورو نړیوالو شرکتونو له لوري مخې ته وړل کېدل، کنترول خپل کړ، په ۱۹۹۰ کې یې دا صنعت خپلواک کړ او د Chevron, Exxon and Conoco شرکتونو ته یې بلنه ورکړه چې نوې پانګونې وکړي.

د Exxon and Conoco شرکتونو په ۲۰۰۷ کې له هغه وروسته په وېنزویلا کې خپل فعالیتونه ودرول چې د هغه وخت ولسمشر هوګو چاویز د تیلو د صنعت ځینې برخې بیا ملي کړي، دغو شرکتونو د کارکاس په ضد د قرارداد څخه د سرغړونې له کبله حقوقي دعوه وکړه.

د Chevron شرکت پاتې شو او د متحدو ایالتونو د موقتي استثنی په اساس د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰ کلونو پورې په وېنزویلا کې پاتې شو. امریکا په ۲۰۱۹ کال کې په PDVSA باندې په لومړي ځل بندیز ولګوه.

ولسمشر ټرمپ په خپلې لومړۍ دورې کې په PDVSA باندې بندیز لګولی و او دا یې د هغه وخت د ولسمشر نیکولاس مادورو دموکراسۍ ضد حکومت لپاره د «د فساد وسیله» بلله، د امریکا ځواکونو تېره اونۍ د ولسمشر ټرمپ په لارښوونې مادورس ونیوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG