د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: پر وینزویلا د امریکا څار کلونه دوام کولی شي


د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د شنبې په ورځ د وینزویلا د دیکتاتور نیکولاس مادورو له نیولو وروسته، پر وینزویلا د امریکا څار کلونه دوام کولی شي.

ټرمپ د چهارشنبې په ماښام د نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کې کله چې له هغه وپوښتل شول چې پر وینزویلا به د امریکا څارنه څومره وخت ونیسي، وویل "یوازې وخت به پریکړه وکړي."

کله چې له هغه څخه وپوښتل شول چې د یوې میاشتې، یو کال یا ډیرو ترمنځ انتخاب وکړي، هغه ځواب ورکړ، "زه فکر کوم چې دا به ډیر وخت ونیسي."

ټرمپ وویل چې د وینزویلا موقت چارواکي چې اوس په واک کې دي "موږ ته به هر هغه څه چمتو کړي چې موږ ورته اړتیا لرو"، او هغه ژمنه وکړه چې هیواد [وینزویلا] به "په ډیره ګټوره توګه" بیا ورغوي.

هغه وويل: "موږ به له تېلو څخه کار واخلو او تېل به ترلاسه کړو. موږ به د تېلو بيې ټيټې کړو او وينزويلا ته به پيسې ورکړو، چې دوی ورته سخته اړتيا لري."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې اونۍ په پیل کې، وویل وینزویلا به د ۳۰ څخه تر ۵۰ میلیونه بېرله تېل استخراج کړي چې د بازار په بیه به وپلورل شي، څو د وینزویلا او د متحدو ایالتونو د خلکو په ګټه وکارول شي.

ولسمشر خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشیل کې په یوه پوست کې لیکلي چې "تیل به د زېرمه کوونکو کښتیو له لارې انتقال شي او د تخلیې دپاره به مستقیما د امریکا بندرونو ته راوړل شي."

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې متحده ایالتونه به په "انتخابي" ډول پر وینزویلا بندیزونه لرې کړي ترڅو د هیواد خام تیل په نړیوالو بازارونو کې انتقال او وپلورل شي.

لیویټ وویل: "د وینزویلا او د هغه هیواد د خامو تیلو او محصولاتو له خرڅلاو څخه ترلاسه شوي ټولې پیسې به اول د امریکا تر کنټرول لاندې نړیوالو پیژندل شویو بانکونو ته ولېږدول شي ترڅو د عایداتو د وروستي ویش مشروعیت او بشپړتیا تضمین شي، او دا پیسې به د امریکا او د وینزویلا د خلکو په ګټه د متحدو ایالتونو د حکومت په اختیار کې ورکړل شي."

په ورته وخت کې، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د جنګ وزیر پیټ هیګسیټ د چهارشنبې په ورځ د کانګرس غړو ته د مادورو د نیولو لپاره د وروستیو عملیاتو په اړه معلومات ورکړل، چې په متحدو ایالتونو کې د مخدره توکو او وسلو د قاچاق تورونو سره مخ دی.

وروسته بیا، روبیو خبریالانو ته وویل چې د وینزویلا د راتلونکي لپاره په پلان کې درې مرحلې شاملې دي - ثبات، بیا رغونه او د قدرت انتقال.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د هیواد د ثبات لپاره، "موږ نه غواړو چې هیواد ګډوډۍ سره مخ شي." هغه وویل چې د مادورو له نیول کیدو راهیسې یې څو ځله د وینزویلا د موقتې ولسمشرې ډیلسي روډریګز سره خبرې کړې دي.

روبیو وویل چې د هیواد د بیارغونې د پلان د یوې برخې په توګه، دا هڅې به "د امریکایی، لویدیځ او نورو شرکتونو لپاره د وینزویلا بازار ته د عادلانه لاسرسي د ډاډمن کولو" له لارې تمویل شي.

د وروستي پړاو لپاره، د متحدو ایالتونو دغه جګپوړي ډیپلومات وویل چې دا به "په وینزویلا کې په ملي کچه د پخلاینې پروسې له لارې ترسره شي، ترڅو مخالف قوتونه وبښل شي او خوشې شي."

د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن د چهارشنبې په ورځ د وینزویلا په اړه د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې د کانګرس غړو "د عملیاتو او د هغه څه په اړه چې پیښ شوي ډیر دقیق او مفصل معلومات ترلاسه کړي دي."

ځینو دیموکراتانو وویل چې دوی په وینزویلا کې د وروستي تحولاتو په اړه نور ځوابونه غواړي. د سنا د اقلیت مشر چک شومر د ټرمپ له ادارې وغوښتل چې د عامه استماعیې غونډې له لارې پوښتنو ته ځوابونه ووایی.

هغه وويل: "موږ دې پوښتنو ته ځوابونو ته اړتیا لرو او موږ باید په عام محضر یې کې مطرح کړو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG