د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي سټیف ویټکاف د هغو امنیتي تضمینونو لپاره د امریکا قوي ملاتړ څرګند کړی چې د اوکراین د متحدینو ایتلاف یې ژمنه کړې چې له روسیې سره د سولې تړون ته له رسیدو وروسته به هغه هیواد ته چمتو کوي.
ستیف ویټکاف او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم، جیریډ کوشنر، پرون د سه شنبې په ورځ په پاریس کې په خبرو اترو کې د امریکایی پلاوي مشري وکړه،امریکایی پلاوي مشري وکړه، په دې غونډه کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د اوکراین څه باندې ۳۰ لویدیځ متحدین - چې د "ملاتړو ایتلاف" په نوم پیژندل کیږي، برخه اخیستې وه.
د "ملاتړو د ایتلاف" په یوه بیان کې ویل شوي، "موږ تایید کړه چې د اوکراین حاکمیت او دوامداره امنیت ډاډمن کول به د سولې د تړون یوه نه بېلېدونکې برخه وي، او هر تړون باید د اوکراین لپاره د قوي امنیتي تضمینونو سره مل وي."
ویټکاف په پاریس کې خبریالانو ته وویل: "دا امنیتي پروتوکولونه پر اوکراین باندې د هر ډول برید، د هر ډول بل برید د مخنیوي لپاره دي، او ... د کوم برید په صورت کې، د دوی د دفاع لپاره دي، او دوی به دواړه ترسره کړي."
ويتکاف وويل: "ولسمشر [ټرمپ] د امنيتي پروتوکولونو په کلکه ملاتړ کوي. ولسمشر به له خپلو ژمنو څخه شاته نه شي. موږ به د نهایي سولې د ترلاسه کولو لپاره د اوکراینیانو سره ودریږو."
د پاریس غونډه د متحدو ایالتونو په مشرۍ د ډیپلوماتیکو هڅو په لړ کې ترسره کیږي چې هدف یې د اوکراین په وړاندې د روسیې د هغې تیري کوونکې جګړې پای ته رسول دي چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د مسکو لخوا د خپل ګاونډي هیواد د یرغل سره پیل شو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره دوه ځلي ټېلیفوني خبرې وکړې او په فلوریډا کې پخپل استوګنځي مار-ا-لاګو کې له زیلینسکي سره ولیدل.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "زه فکر کوم چې موږ به بالاخره یوه موافقې ته ورسیږو. زه هیله لرم چې دا به ډیر لرې نه وي."
ولسمشر وویل چې هغه غواړي شخړه پای ته ورسوي، او زیاته یې کړه، "زه فکر کوم چې موږ به یې وکړو."
تر دې مخکې ټرمپ ویلي وو چې "یو یا دوه ډېرې سختې مسلې" شته چې روسیه او اوکراین یې باید حل کړي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د اختلاف اصلي ټکی د اوکراین د ختیځ دونباس سیمه ده. روسیه د دې سیمې ډیره برخه کنټرولوي او غواړي چې اوکراین له هغو برخو څخه ووځي چې روسیه یې کنټرول نه لري.