واشنګټن هانګ کانګ کې په قانوني اصلاحاتو اندېښنه ښودلې

واشنګټن وايي ښايي دا کار هانګ کانګ کې امریکايي اتباعو ته ستونزې پيدا کړي

د امریکا متحده ایالتونو د هانګ کانګ په قوانینو کې د یو لړ اصلاحاتو له طرحې چې له مخې یې مجرمین د عدلي تعقیب لپاره چین ته سپارل کیږي اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د خارجه وزارت ویاندې مورګن اورتاګس وویل" موږ هم اندیښمن یو چې دا اصلاحات به د هانګ کانګ تجارتي چاپیریال زیانمن کړي او زموږ هغه اتباع چې په هانګ کانګ کې اوسیږي او یا هم لنډ سفر کوي د چین د فاسد قضايي نظام تر سیورې لاندې راولي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل د یکشنبې ورځې (جون۹) مظاهرو وښودله چې د هانګ کانګ ولسونه په قانون کې په تازه اصلاحاتو خوښ نه دي.

د هانګ کانګ چارواکي وايي په قوانیو کې به نوې اصلاحات ددې لامل شي چې مجرمین ونشي کړای په هانګ کانګ کې ځانونو ته خوندي پټنځایونه پیدا کړي او د محاکمې لپاره به چین ته واستول شي.

خو منتقدین په دې باور دي چې په دې کار سره به چین ته اجازه ورکړل شي چې د هانګ کانګ په قضايي سیستم کنټرول ولري. په هانګ کانګ کې پراخې مظاهرې پیل او د شپې تر ناوخته یې دوام وکړ، د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ نښتې وشوې او د دوشنبې په ورځ ګڼ شمیر کسان ونیول شول.

د طرحې مخالفینو له حکومت څخه وغوښتل چې رایگیري وځنډوي خو د هانګ کانګ اجرایه مشرې کاري لام وویل د رایې اخیستنې د ځنډیدو هیڅ دلیل نشته او د جون په ۱۲ نیټه به په یاده طرحه خبرې بیا پیل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هر ډول خارجي مداخله غندلې او د هانګ کانګ د حکومت کلکه ننګه کړې. د یکشنبې ورځې مظاهرې په ۱۹۹۷ میلادي کال کې له بریټانیا څخه د چین تر کنټرول لاندې د هانګ کانګ د سپارلو را وروسته تر ټولو پراخې مظاهرې بلل شوې دي.