د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ تر ټولو اوږد پُل په چین کې پرانیستل شو


د نړۍ تر ټولو اوږ پُل
د نړۍ تر ټولو اوږ پُل

دغه پُل ۵۴.۷ کیلو مېرت اوږدوالی لری او د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۲۴) د چین او هانګ کانګ تر منځ پر مروارید سیند پرانیستل شو.

د دغه پله د جوړولو چارې شاوخوا لس کلونه ونیول او ۲۰ میلیارد ډالر لګښت پرې راغلی دی. چین د دغه پله په جوړولو کې له یوې سترې ننګونې سره مخامخ و. په دغه پروژه کې د اورګاډي پلټۍ هم شامله ده چې ۱۱ میلیارد ډالر لګښت پرې راغی.

"هانګ کانګ – ژوهای – مکاو" نومول شوی دغه پُل پُل د "مروارېد" له سیند څخه لکه مار کوږ اوږ تېر شوی. د دغه پله په جوړولو کې څه باندې ۴۲۰ ټنه اوسپنه کارول شوې ده.

د پله په اوږدو کې دوه مصنوعي جزېرې هم جوړې شوې او تر اوبو لاندې د کښتیو د تګ راتګ لپاره هم په کې لاره جوړه شوې. د دغه پُل د جوړېدو پر مهال د بېلابېلو پېښو له کبله شاوخوا ۱۸ کارګر مړه شوي او ۴۰۰ نور ژوبل شوي دي.

د پول طراحان او معماران وایي پُل یې داسې جوړ کړی دی چې د ریکتر په کچه د ۷درجې زلزلې مقاومت به ولري او شاوخوا ۱۲۰ کاله به وپايي. له دغه پُل نه هر تېرېدونکی باید د۸ /۱۰ ډالرو فیس ورکړي.

XS
SM
MD
LG