امریکا افغان پوځ ته ۴۵۰هاموي ټانکونه،۸۰میلیونه مرمۍ او دوربینونه وسپارل

امریکا تر دې مخکې هم له افغان پوځ سره پوځي مرستې کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وايي، د قاطع ملاتړ ماموریت افغان ځواکونو ته ۴۵۰ هاموي ټانکونه او ۸۰ میلیونه مرمۍ وسپارلې.

ښاغلي میاخېل پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د نړیوالو ځواکونو دقاطع ملاتړ CSTC-A ادارې لخوا افغان ځواکونو ته سپارل شوو تجهیزاتو کې د شپې دوربیونونه هم شامل دي.

د هغه د معلوماتو په اساس یاد پوځي تجهزات په کندهار او کابل کې د نړیوالو ځواکونو لخوا د افغانستان دفاع وزارت ته سپارل شوي دي.

نوموړي په دې اړه زیاته کړې:"دقاطع ملاتړ CSTC-A ادارې تقریبا ۴۵۰ نوې هاموي،۸۰میلیونه مرمې،دشپې دروبینونه او نور تجهیزات دملي دفاع وزارت ته په کابل او کندهار کې وسپارل."

د روان زېږدیز کال په ترڅ کې امریکا د هېواړ له ملي پوځ سره ۱۳۸۳ هاموې، ۱۰ هلیکوپتره او ۴ A-29 جنګي جیټ الوتکې مرستې کړې دي.

د افغانستان دفاع وزارت د معلوماتو په اساس امریکا تیر کال د ۵۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت تجهیزات له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې ده او د ۱۰۲ میلیونه ډالرو په ارزښت تجهیزات به په راتلونکي کال کې مرسته وکړي.

د اعلامیې له مخې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت یو قوماندان جنرال ډیډریک ویلي:"د دفاعي او امنیتي ځواکونو ساتل او پیاوړتیا په افغانستان کې د سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه ځانګړی ارزښت لري."

دغه امریکايي جنرال ټینګار ګړی چې له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره به د امریکا متحده ایالاتو مرستې او همکاري دوام ولري.