د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو ته د بلک هاک پر ورکړې اندېښنه


تر دا مهال افغان ځواکونو ته ۱۶ بلک هاک څرخي الوتکې ورکول شوې دي
تر دا مهال افغان ځواکونو ته ۱۶ بلک هاک څرخي الوتکې ورکول شوې دي

سیګار د افغان هوايي ځواک د ظرفیت په اړه اندېښنه ښودلې او دغو ځواکونو ته یې د الوتکو د نه ورکولو سپارښتنه کړې ده.

د افغانستان د بیا رغونې د چارو امریکایي مفتش (سیګار) وایي چې افغان هوايي ځواک د بلک هاک هلیکوپترو د چلولو لپاره پوره پیلوټان او د ساتلو لپاره یې انجینران او تجهیزات نه‌لري.

امریکا تر دې دمه افغانستان ته ۱۶ UH-60 هلیکوپترې ورکړې دي، ټاکل شوې چې تر ۲۰۲۳ پورې دا شمېره ۱۵۹ ته ورسیږي.

سیګا وايي "ښايي افغان پیلوټان د دغو ۱۵۹ الوتکو د کارولو پوره وړتیا ونه‌لري، د (امریکا) د دفاع وزارت دا خطر مني او د امریکايي مالیه ورکوونکو پېسې په دغو الوتکو لګوي."

د پلان له مخې امریکايي بلک هاګ الوتکې به د روسیې الوتکو ځای ونیسي، دا مهال افغان ځواکونه روسۍ څرخي الوتکې کاروي.

له تېرو څو کلونو راهیسې چې د امریکا او ناټو په مرسته د افغانستان هوايي ځواک د بیا رامنځته کېدلو او پیاوړتیا هڅې کېږي.

د افغانستان هوايي پوځ چې یو مهال په سیمه کې ځواکمن بلل کېده د کورنیو جګړو پر مهال ختم کړل شو او ډېرې الوتکې یې په جګړو کې ویجاړې او آن په ناقانونه توګه ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر شاوخوا یوه کال کې د افغان پوځ اته څرخي الوتکې غورځېدلي دي.

افغان چارواکي وايي، دا الوتکې د تخنیکي ستونزو له کبله غورځېدلي، خو کارپوهان وايي افغان هوايي ځواک زړې الوتکې کاروي.

XS
SM
MD
LG