ټرمپ: ایران د هرمز په تنګي کې له کښتیو حق العبور نه اخلي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي ایران متحدو ایالتونو ته خبر ورکړی چې د هرمز په تنګي کې له کښتیو څخه د حق العبور په شمول هیڅ ډول پیسې نه اخیستل کیږي.

ولسمشر ټرمپ د تروت سوشل په پیغام کې لیکلي:"ایران متحدو ایالتونو ته خبر ورکړی چې د هرمز له تنګي څخه له تیریدونکو کښتیو څخه حق العبور، د بیمې پیسې، او یا نور محصول نه غوښتل کیږي او نه اخیستل شوی دی."

خو ولسمشر ټرمپ ددې پیغام په دوام خبرداری ورکړی که دا معلومات غلط وي نو له ایران سره به مذاکرات په سمدستي توګه ودریږي.

ولسمشر ټرمپ ددې پیغام په دوام لیکلي دي چې د متحدو ایالتونو له خوا ایران ته پیسې ندي ورکړل شوي او نه هم د هغوی خپلې پیسې آزادې شوې دي.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ پنسلوانیا ایالت تر رسیدو وروسته له ایران سره د خپلې هوکړې ملاتړ وکړ:"موږ له ایران سره یوه غوره هوکړه کوو. موږ داسې هوکړه کوو چې زموږ هېواد او نړۍ به خوندي وساتي، ځکه موږ به ایران ته د اټومي وسلې د لرلو اجازه ورنکړو. او دوی په دې پوهیږي، او په دې موافق دي."

ولسمشر ټرمپ همدارنګه د ایران هغه څرګندونې غلطې وبللې چې ویلي دي د یاد هیواد د ویجاړو شویو اټومي تاسیساتو څخه د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د څیړونکو د څیړنې لپاره مهال ویش ندی ټاکل شوی.

هغه وویل:"هغوی غلط دي. هغوی پوهیږي چې غلط دي. هغوی موږ ته ویلي او موږ سل په سلو کې په پلټنو هوکړه کړې ده. او که د هغوی خبره سمه وي، زه به همدا اوس دا ملاقات لغوه کړم."

بلخوا د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس مشر رافائل کروسي ویلي دي چې ډیر ژر به د ایران د اټومي تاسیساتو د څیړنې په څرنګوالي، نیټو، او ځایونو کار وکړي. هغه زیاته کړې ده چې دا څیړنه به په یقین سره وشي.

رافائل ګروسي وویل:"دا لاسلیک شوې، پرې هوکړه شوې ده. د دې تفاهم لیک اتمه ماده په ښکاره ډول وايي چې د اټومي موادو او تاسیساتو په اړه به ترسره کېدونکي اټومي فعالیتونه د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس (IAEA) لخوا په بشپړ ډول تر څارنې لاندې وي."

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس اټکل کوي چې ایران د تیر کال د جون په دیارلسمه نیټه د اسرائیلو د لومړي برید مخکې، تر ۶۰ سلنه پورې ۴۴۰ کیلوګرامه بډای شوي یورانیم درلودل.