د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا به د ایران له رژیم سره کار وکړي چې له دغه هېواده د وسلو تر کچې رسیدلي غني شوي اټومي مواد وباسي.
دا به د هغه تړون برخه وي چې [ولسمشر] هیله لري د تهران سره د دوه اوونیز اوربند په ترڅ کې تر لاسه کړي، هغه اوربند چې د سېشنبې په ورځ پیل شو او د دواړو ترمنځ یې له پنځو اوونیو راهېسې پیل شوې جګړه ودروله.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د اپرېل په اتمه په ټروت سوشیل کې په یوه پوست کې لیکلي: «متحده ایالتونه به له ایران سره نږدې کار وکړي، هغه هېواد چې موږ تشخیص کړی د رژیم د یو کارنده تغیر څخه تېر شوی! د یورانیمو غني کول به نه وي او متحده ایالتونه به د ایران سره په همکارۍ ټول اتومي ښخ شوي "ګرد او غبار" (B-2 بم غورځو ونکي) راوباسي.»
د B-2 بم غورځوونکي یادونه د تېر جون میاشتې د “نیمې شپې څټګ” عملیاتو ته اشاره وه، چې په کې د امریکا جنګي الوتکو پر دریو هغو ځایونو بریدونه وکړل او ویجاړ یې کړل چې د ایران رژیم په کې یورانیم د وسلو تر کچې غني کاوه.
ټرمپ په خپل پیغام کې وویل چې دغه مواد د امریکا د فضایي ځواکونو له خوا د سپوږمکۍ تر “ډېر دقیق” څار لاندې دي او د جون له برید وروسته له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.
ټرمپ دا هم وویل چې د ایران له اړخ سره د خبرو اترو په چوکاټ کې، چې پخواني مشران یې د امریکا او اسرائیل د پنځه اوونیزو ګډو عملیاتو په پیل کې له منځه یوړل شول، امریکا به د تهران هغه غوښتنې هم وڅېړي چې غواړي د امریکا له تعرفې او بندیزونو څخه بچ شي.
ولسمشر زیاته کړه چې د امریکا د سولې د ۱۵ مادو د طرحې ډېرې مادې لا دمخه منل شوې دي.
ټرمپ په بل پیغام کې دا هم وویل هر هغه هېواد چې د ایران نوي رژیم ته وسلې ورکوي، پر ټولو هغو توکو به چې امریکا ته یې صادروي سمدستي ۵۰ سلنه تعرفه ولګول شي او هېڅ استثنا به نه وي.
د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر، پېټ هېګسېت د چهارشنبې په ورځ د اپرېل اتمه په پنټاګون کې په یوې خبري غونډې کې وویل چې د “حماسي غضب” عملیات، چې ټرمپ د سېشنبې په ورځ ناوخته د ایران سره د ګډ اوربند په اساس ودرول، په جګړه کې یو “تاریخي او لوی بری” و.
هګسیت وویل چې دې عملیاتو د ایران پوځي ځواک سخت کمزوری کړی او [ایران] د کلونو لپاره د جګړې توان نه لري.
هګسیت دا هم وویل چې ټرمپ دا توان درلود چې په څو دقیقو کې د ایران ټول اقتصاد فلج کړي، خو پرې یې“رحم وکړ” او د ایران د انرژۍ پر زیربناوو او پلونو د پلان شویو بریدونو امر یې لغوه کړ، ځکه چې رژیم د امریکا د اوربند شرایط “د سخت فشار لاندې” ومنل.
هګسیت وویل چې د امریکا پوځ چمتو دی ډاډ ترلاسه کړي چې ایران به د اوربند درناوی کوي او بالاخره به داسې تړون ته ورسېږي چې د ولسمشر لپاره د منلو وړ وي.