ټرمپ: ایران به هیڅکله اټومي وسلې ونلري، کولی شئ په بشپړه توګه ډاډه ووسئ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا ډاډ ورکړی چې د ایران حکومت به هیڅ وخت اټومي وسلو ته د لاسرسي اجازه ونلري.

نوموړي چې د جمعې په ماښام د فلوریډا ایالت د کنیډي ناسا په فضایي مرکز کې خبرې کولې وویل چې د ایران حکومت به "هیڅکله اټومي وسلې ونلري.کولی شئ له دې درکه ډاډمن ووسئ."

ټرمپ په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ که امریکا د ایران په اټومي تاسیساتو د (بي ۲) بم غورځونکو په واسطه برید نه وای کړی، نن ورځ به اسرائیل او منځنی ختیځ نه وای.

نوموړي د جمعې په ورځ فلوریډا ته تر روانیدو مخکې هم د تروت سوشل په یوه پیغام کې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي په مخنیوي کې په خپله ونډه ټینګار وکړ او ویې ویل که یې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه نه وای نیولې "اسرائیل او ټول منځنی ختیځ به وای."

ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د ایران د اټومي پروګرام او ددې پروګرام د اړوند ساینسپوهانو،کارکوونکو، ټکنالوژیو په اړه یې د معلوماتو د ترلاسه کیدو په بدل کې تر ۲۰ میلیون ډالرو انعام په پام کې نیولی دی.

د (عدالت لپاره انعام) پروګرام چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیک امنیت د څانګې پورې اړوند دی د خپل ایکس په انګلیسي او فارسي ژبو د یوې اعلامیې په خپرولو سره اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي په هدف د متحدو ایالتونو د دولت په ژمنې ټینګار کړی دی.

دې پروګرام په خپل پیغام کې لیکلي دي" د متحدو ایالتونو دولت همدارنګه ژمن دی چې په هر ډول هڅې سره د ایران د اټومي پروګرام د پراختیا له پروګرام سره مبارزه وکړي. که د ایران د اټومي پروګرام یا اړوندو کسانو او ټکنالوژیو په اړه معلومات لرئ، زموږ سره تماس ونیسئ."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپاره شوي پوستر له مخې، دا انعام د اټومي سایسنپوهانو او کارکوونکو، ټکنالوژیو او د ایران د اټومي پورګرام د ځواکمنتیا په اړه د معلوماتو په بدل کې په پام کې نیول شوي دي.