ټرمپ: پر ایران د نورو بریدونو په تړاو هرڅه امکان لري

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددغه هیواد له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د برید د احتمال په اړه ویلي دي چې، هرڅه امکان لري.

ولسمشر ټرمپ د چهار شنبې (اکتوبر ۲۸) په لومړیو ساعتونو کې له تګزاس ایالت څخه د ستنیدو پرمهال ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د منځمهاله ټاکنو وروسته یې پر ایران د نورو بریدونو پروګرام طرحه کړی که نه، وویل:"نشم کولی په اړه یې تاسې ته څه ووایم.... خو هر څه امکان لري."

ټرمپ همدارنګه وویل:"هغوی غواړي هوکړه وکړي... هغوی مخکې هم غوښتل هوکړه وکړي، خو غواړي چې موضوع وځنډوي. ښایي ټاکنو یا بل ورته څه ته منتظر وي. خو دا به له هغوی سره مرسته ونکړي. ټاکنې به هغوی سره مرسته ونکړي."

ټاکل شوېده د امریکا د متحده ایالتونو منځمهاله ټاکنې د نومبر میاشتې په دریمه نیټه ترسره شي

تر دې وړاندې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تګزاس ایالات په لاباک ښار کې د یوې انتخاباتي غونډې پرمهال وویل چې له ایران سره جګړه کیدای شي د هغه په پریکړه او (ډیر ژر) پای ته ورسیږي.

ولسمشر ټرمپ همدارنګه ټینګار وکړ چې جګړه باید په داسې شکل پای ته ورسیږي چې د امریکا اهداف، په خاص ډول اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوی پکې وشي.

بلخوا رویټرز د یو غیر ایراني چارواکي په حواله راپور ورکړی دی چې قطر له ایران سره د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د یوې نوې طرحې لاسوند وړاندې کړی دی، خو د رویټرز د راپور له مخې، یوه جګپوړي ایراني چارواکي ویلي دي چې دوحې د نه منلو وړ مفکورې وړاندې کړي چې د یوه وړاندیز په کچه ندي.

رویټرز، د غیر ایراني چارواکي په قول لیکلي چې دا طرحه د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ ایران ته وړاندې شوې ده او تمه کیده چې تهران د همدې اوونۍ تر پایه ورته ځواب ویلی وای.

واشنګټن ټینګار کوي له ایران سره هره هوکړه باید تضمین کړي چې یاد هیواد خپل اټومي پروګرام ته د پای ټکی کیږدي او ونشي کړای اټومي وسلې ولري.

ایران تل ټینګار کړی دی چې اټومي پروګرام یې نظامي نه بلکې د ملکي اهدافو په هدف پر مخ وړل کیږي.