د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ یا سنټکام د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د قومندان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې امریکایي ځواکونه د هرمز له تنګي څخه وتلي دي.
سنټکام د سه شنبې په ورځ (اکتوبر ۲۷) په خپل ایکس پاڼه لیکلي هغه امریکایي ځواکونه چې په منځني ختیځ کې میشت دي د هرمز پر تنګي او شاوخوا اوبو څار لري.
د امریکا مرکزي قومندانۍ لیکلي، د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قومندان په دې وروستیو کې ادعا کړې وه چې امریکایي ځواکونه د سل ګونو کیلومترو شاتګ سره هرمز تنګی پریښی دی.
د سنټکام په پیغام کې زیاته شوې چې د تېرې اونۍ په پای کې په سیمه کې د سنټکام د قومندان شتون په دې اوبو لار کې د امریکایي ځواکونو د دوامداره فعالیت ښکارندویي کوي.
سنټکام دا هم ویلي: "امریکایي ځواکونه او سیمه ییز شریکان دا نړیواله ابي لار کنټرولوي، نه د ایران [حکومت]."
د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د ترانسپورت یو مهم مسیر شمیرل کیږي خو په وروستیو میاشتو کې، د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د پوځي نښتو او د تاوتریخوالي له زیاتوالي وروسته، د سیمې د امنیتي او اقتصادي تحولاتو په یوه اساسي بحث بدله شوېده.
د امریکا مرکزي قومندانۍ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۶) د خپلو کمپایني غونډو په دوام په مسیسیپي ایالت کې د وینا پرمهال د ایران په وړاندې د امریکایي پوځیانو محاصره په تاریخ کې تر ټولو ستره سمندري محاصره وبلله او ویې ویل چې د اوربند د مودې پرته هیڅ ایراني بیړۍ نده تیره شوې.
ولسمشر ټرمپ وویل امریکا پر ایران د برید پرته بله چاره نه درلوده. نوموړي ایران د دولتي ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی وباله او ویې ویل یاد هیواد د اټومي بم د ترلاسه کیدو څخه یوازې دوه اوونۍ لري وو.
فورم \ دبحث خونه