ټرمپ: ایران تر منځمهاله ټاکنو مخکې د تیلو د بیو د لوړولو لپاره هر کار کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران د امریکا د منځمهاله ټاکنو مخکې د تیلو د بیو د لوړولو لپاره هر څه کوي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۲) د ټروت سوشل پر ټولنیزې رسنۍ کې په یوه پیغام کې ولیکل چې ایران "د دې کار لپاره "حتی د هرمز په تنګي کې پر تیل لیږدوونکو بیړیو ساختګي بریدونه او ماین د ایښودلو پیښې او نور هر څه کوي. ځکه اوس د هرمز تنګي له لارې د جګړې مخکې مودې په پرتله ډېر تیل تېرېږي".

بلخوا د ایران سپاه پاسداران د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې یوه ورځ مخکې یې د فارس په خلیج کې د تیلو په غیرقانوني لېږد کې ښکېلې څلور کښتۍ په نښه کړې او اور یې واخیست.

د سپاه پاسداران په وینا، درې نورې کښتۍ د هرمز تنګي لوېدیځ لوري ته د سمندري ماینونو له امله ویجاړې شوې دي.

د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ویلي که کښتۍ له هغه مسیر څخه چې هغوی یې ناقانونه بولي دوام ورکړي، جګړه به په سیمه کې د متحدو ایالتونو مراکزو ته وغځیږي.

ولسمشر ټرمپ، د خپل پیغام په دوام، یو ځل بیا د ایران رژیم 'شر خوښونکی' وباله او ویې ویل چې دا رژیم پر لاریون کوونکو او هر هغه چا برید کوي چې د هغوی په لاره کې دریږي.

ټرمپ ولیکل: "هغوی لاریون کوونکي او هر هغه څوک چې د دوی پر وړاندې ودریږي، وژلو ته دوام ورکوي. دا په رښتیا یو شر خوښوونکی رژیم دی، او زه یوازې هیله لرم چې د امریکا او نړۍ خلک پوه شي چې هغوی څومره شریر دي!".

د پیغام په پای کې، ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی چې "ایران هیڅکله هم اټومي وسله نشي لرلی، او هغوی به هیڅکله هم اټومي وسله ونه لري!".

د چهارشنبې په ورځ، د متحدو ایالتونو ولسمشر د ایران د رژیم مشران "لیوني" وبلل او له دغه هیواد سره یې له خبرو اترو څخه انکار وکړ.

د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام په دفاع کې، ټرمپ وویل چې هغه هېواد یوې بې سارې ټیټې کچې ته رسولی دی، داسې کچې ته چې مخکې هیڅکله نه وه لیدل شوې.