د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د امریکا او ایران د مذاکراتو په درشل کې ویلي دي چې "موږ اوس د نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه د یوه اقدام په توګه د هرمز تنګي د پاکولو بهیر پیلوو. "
ولسمشر ټرمپ د تروت سوشل د ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې د چین، جاپان، جنوبي کوریا، فرانسې او جرمني په ګډون د یو شمیر هېوادونو څخه د ناهیلۍ په څرګندولو سره لیکلي چې دا هیوادونه "ددې کار جرات او نیت نلري" چې پخپله د هرمز تنګي پرانیږي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر څرګنده کړې چې د ډیرو هېوادونو د تېلو "تشې" کښتۍ د امریکا په طرف روانې دي څو له دې هیواد تیل واخلي.
ولسمشر ټرمپ په دې پیغام کې یو وار بیا پر هغه څه چې نوموړی یې "جعلي رسنۍ" بولي نیوکه کړې او ویلي چې ددې رسنیو خوښیږي چې ووایي ایران "ګټونکی" دی. "په داسې حال کې چې د ولسمشر ټرمپ په وینا یاد رژیم یې "بایلي او په پراخه کچه یې بایلي!"
ولسمشر ټرمپ په دې پیغام کې لیکلي دي:" د هغوی سمندري ځواک له منځه تللی، د هغوی هوایي ځواک له منځه تللی، د هغوی د هوایي مدافع تجهیزات نشته، رادارونه له کاره لویدلي دي، د هغوی د بې پیلوټو الوتکو او میزایلو کارخانې او ډرونونه او میزایل تر ډیره له منځه تللي دي او تر ټولو مهمه د هغوی هغه مشران چې له ډیره وخته وو، زموږ په منځ کې نشته. الحمدالله! یوازینی شی چې هغوی یې اوس په لاس کې لري دا ګواښ دی چې یوه کښتۍ ممکن د هغوی په بحري ماین برابره شي، د هغوی (ایران رژیم) ۲۸ ماین خښونکي کښتۍ د سمندر په تل کې غورځیدلي دي."
د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په ۲۸ نیټه پر ایران د متحدو ایالتونو او اسرائیل د بریدونو له پیل وروسته، د هرمز په تنګي کې د ایران د بریدونو او ګواښونو له امله د نړیوالو کښتیو تګ راتګ ودرید.
د متحدو ایالتونو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د تروت د ټولنیزې شبکې په دوو جلا پیغامونو کې د ایران پر رژیم انتقاد وکړ.
ولسمشر ترمپ وویل داسې راپورونه شته چې ګواکې ایران له هغو کښتیو څخه چې له دې تنګي تیریږي، حق العبور اخلي. هغه زیاته کړه: " غوره ده چې دا کار ونکړي او که یې کوي، نو همداوس یې ودروي.
د نړۍ ۲۰ فیصده تېل د هرمز د تنګي نه تېرېږي او دا یوه حیاتي لار بلل کېږي، ځکه چې د خامو تېلو ۸۴ سلنه او د مایع طبیعي ګازو ۸۳ سلنه صادرات له همدې لارې د نړۍ بازارونو ته انتقالېږي.