په متحدو ایالتونو کې د پېرېدونکو لپاره بیې لوړې شوي خو د تېلو قیمتونه او مالي معاملاتو نړیوال بازارونه د جمعې په سهار (اپریل لسمه) تر ډېره ثابت وو.
د مارچ میاشتې د مصرفونکو د بیو شاخص ښيي چې قیمتونه د تیرې میاشتې په پرتله صفر اعشاریه نهه سلنه (۰.۹فیصده) او د تیر کال د همدغې مودې په پرتله درې اعشاریه درې سلنه (۳.۳ فیصده) لوړې شوې، چې دا د ۲۰۲۴ کال د می میاشتې راهیسې د بیو ترټولو لوی کلنی زیاتوالی ګڼل کېږي.
د متحدو ایالتونو د کار او احصایې اداره پانګوالو او سوداګرو ته د هغو اغیزو په اړه وضاحت ورکوي چې د ایران په ضد د امریکا او اسرائیل د شپږو اونیو پوځي عملیاتو او له هغه وروسته د اوربند له امله په بازارونو شوي دي.
د راپورونو په بنسټ د تېلو د بیو لوړوالی په میاشتني ډول د بیو د زیاتې شوې مجموعي درې په څلورمه برخه جوړوي، خو نړیوالو بازارونو کې تر ډېره دغه شمېر له پامه غورځول شوی، ځکه چې دا د اقتصاد پوهانو له وړاندوینو سره سم و.
د تېلو بیې هم د پنجشنبې په ورځ څه ناڅه لوړې شوې خو اوس ثابتې دي، د برنټ خام تېل په هر بیرل کې له ۹۶ ډالرو څخه لږ څه ښکته او د متحدو ایالتونو ویسټ تکساس انټرنیټ خام تېل په هر بیرل کې له ۹۷ ډالرو څخه یو څه لوړ تبادله کېږي.
سوداګر د منځني ختیځ په بدلونونو او د واشنګټن او تهران ترمنځ په اوربند متمرکز دي، په همدې حال کې ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د دواړو لوریو ترمنځ مهمې خبرې وشي.
بل لور ته په لبنان کې په حزب الله د اسرائیل بریدونو له ایران سره د اوربند تړون له جدي ګواښ سره مخ کړی او ورسره یوځای د هرمز په تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ په وړاندې ستونزې هم په خپل ځای پاتې دي. ایران منځګړو ته ویلي چې له دغه تنګي څخه به د تیریدونکو کښتیو شمیر په ورځ کې ۱۲ ته محدودوي او له هرې کښتۍ به حق العبور اخلي.
د نړۍ ۲۰ فیصده تیل د هرمز په تنګي تېرېږي او دا یوه حیاتي لار بلل کېږي، ځکه چې د خامو تېلو ۸۴ سلنه او د مایع طبیعي ګازو ۸۳ سلنه صادرات له همدې لارې د اسیا بازارونو ته انتقالېږي.
په داسې حال کې چې دغه لاره د څو اونیو لپاره د ایراني بریدونو او ګواښونو له امله بنده وه، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی چې امریکایي پوځي تجهیزات او ځواکونه به تر هغه پورې په سیمه کې وي او د بریدونو د بیا پیلولو لپاره تیار وي، ترڅو پورې چې د اوربند د توافق ټولې مادې پورې تطبیق نه شي.
فورم \ دبحث خونه