متحدو ایالتونو او سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۹ د سلګونو ملیادر ډالرو په ارزښت تړونونه اعلان کړل.
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په متحدو ایالتونو کې د یو تریلیون ډالرو پانګونې اعلان کړی او دا نوي تړونونه د همدغه اعلان برخه بلل کېږي.
ولسمشر ټرمپ وویل چې د دواړو هېوادونو شرکتونو د ۲۷۰ میلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل، چې فضايي، انرژۍ او د تکنالوژۍ سکتورونه په کې شامل دي.
نوموړي وویل چې دا اونۍ چې کوم تړونونه شوي، د هغه په اساس به د جي اې فضايي شرکت «ژر د ۷۸۷ ډریملاینرز لپاره د الوتکو لسګونه نوي انجینونه» سعودي عربستان ته انتقال کړي.
هغه وویل: «د دغه اعلان له لارې چې هره نوې دنده او هره نوې کمپنۍ جوړېږي، زموږ منځنۍ طبقه (مډل کلاس) غښتلې کوي او د امریکا د صنعت ملا قوي کوي.»
دا معاملې د هغه ۱ ټریلیون ډالرو پانګونې برخه ده چې د سې شنبې په ورځ د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان لخوا اعلان شوه، چې ولسمشر ترمپ یې کوربه و.
ټرمپ دا هم وویل چې دواړو هیوادونو "د ملکي اټومي انرژۍ، مهمو منرالونو او مصنوعي ځیرکتیا په اړه بنسټیز تړونونه" لاسلیک کړي دي.
هغه وويل: "د هغو تړونونو له مخې چې په دې اونۍ کې لاسلیک کیږي، د نړۍ دوه د انرژۍ زبرځواکو هیوادونه - متحده ایالتونه او سعودي عربستان - په بې ساري ډول د انرژۍ په برخه کې همکاري کوي. نن ورځ دلته امریکایي او سعودي شرکتونه د مایع طبیعي ګازو په برخه کې سره یوځای کیږي، زیربنا جوړوي او زموږ د انرژۍ دواړه سکتورونه پیاوړي کوي."
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د کینیډي مرکز کې د امریکا-سعودي عربستان د پانګونې په فورم کې سوداګرو او پانګوالو ته وویل: "د ټرمپ ادارې لاندې، امریکا بیرته وغوړیده، او د سوداګرۍ لپاره د امریکا دروازې پرانستي دي. امریکا په حقیقت کې تر بل هر وخت پیاوړې ده."
بن سلمان وویل چې دواړو هېوادونو د ودې، اقتصادي تنوع او نوښت پر اساس د شراکت بنسټ ایښی دی او دوي د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیک اقتصادي شراکت سند لاسلیک کړ.
بن سلمان د ترجمان له لارې وویل: "په یوه تاریخي ګام کې چې نن زموږ اقتصادي همکاریو ته لا پیاوړتیا ورکوي، موږ د دفاع، انرژۍ، مصنوعي ځیرکتیا (AI)، نادرو منرالونو او مالي چارو په ګډون په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې تړونونه او پروژې لاسلیک کړې. دا به زموږ په دواړو هېوادونو کې د زیات شمېر دندو د رامنځته کیدو سبب شي او اقتصادي ودې ته به لاره پرانیزي."
ټرمپ هم اعلان وکړ چې سعودي عربستان د "ناټو څخه بهر لوی متحد" په توګه ټاکي.
ټرمپ وویل چې "دا یوه لویه معامله ده. ... موږ به په سعودي عربستان ځني بې ساري غوره پوځي تجهیزات وپلورو ... چې په کې نږدې ۳۰۰ امریکایي ټانکونه شامل دي".
ولسمشر ډونالډ ټرمپ زیاته کړه: "داسې ډېر کم پېښېږي ... دا د اعتماد نښه ده."
ټرمپ وویل: "زموږ دواړو هېوادونو ترمنځ مشارکت په ټوله نړۍ کې تر ټولو پایداره دی، او ولیعهد شهزاده او زه په ګډه زموږ ایتلاف د پخوا په پرتله نور هم قوي او پیاوړی کوو."
د امریکا د سوداګرۍ د استازي دفتر وايي چې د سعودي عربستان سره د امریکا د توکو او خدماتو سوداګري په ۲۰۲۴ کال کې د اټکل له مخې ۳۹.۵ ملیارد ډالرو ته رسیدلې، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۷.۶فیصده (۳.۳ ملیارد ډالر) کمه ده.