امریکا د وېنزویلا سره تړلې اوومه تیل وړونکې کښتۍ نیولې

امریکایي ځواکونو د وینزویلا سره تړلې د تیلو د انتقال اووم ټانکر، چې بندیز پرې لګول شوی و، ونیوو.

د امریکا جنوبي قوماندانۍ یا سوتکام په ټولنیزې رسنۍ کې په یوه پوسټ کې اعلان وکړ چې د سې شنبې په ورځ "د ساګیتا په نوم نیول شوې کښتۍ په کارابین سمندر کې پرته له کومې پیښې ونیوله."

د امریکا جنوبي قوماندانۍ ویلي چې دا ټیل وړونکې کښتۍ " د کارابین په سمندر کې د ولسمشر ټرمپ لخوا په کښتیو د لګول شویو بندیزونو د قرنطین څخه سرغړونه کوله." قوماندانۍ یادونه وکړه چې د دې تیل وړونکې کښتۍ نیول "زموږ هوډ څرګندوي چې ډاډ ترلاسه کړو یوازیني تیل چې وینزویلا یې پریږدي هغه تیل دي چې په سمه او قانوني توګه همغږي شوي دي."

د امریکا د پوځ د ټولنیزو رسنیو پوسټ د کارابین په سمندر کې د ساګیتا د کښتۍ د حرکت ویډیو خپره کړې ده. خو د پوځي عملیاتو او په کښتۍ کې د پېښو نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم ته وویل چې متحدو ایالتونو "له وېنزویلا څخه ۵۰ میلیون بیرل تیل ایستلي دي" او "دوی [وېنزویلا] به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د تیرو ۲۰ کلونو په پرتله ډیرې پیسې وګټي."

ولسمشر د سې شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په یوه خبري غونډه کې یادونه وکړه چې متحده ایالتونه به په ازاد بازار کې د وېنزویلا په میلیونونو بیرل تیل وپلوري. ټرمپ وویل: "موږ د تیلو بیه په حیرانونکي ډول راټیټوو."

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د سې شنبې په ورځ وویل چې ساګیتا د پاناما بیرغ لرونکې کښتۍ ده چې د سن کو لمیټډ په نوم د یو شرکت ملکیت ده، او د دغه وزارت په وینا د امریکا د بندیزونو لاندې څو نورې کښتۍ هم لري.

د مالیې وزارت دا یادونه هم کړې چې ساګیتا د هغو غیر قانوني بېړیو له جملې څخه ده چې د ایران، روسیې او وینزویلا په څیر هېوادونو څخه چې بندیز پرې لګول شوی، تیل لیږدوي.

متحدو ایالتونو د دسمبر له لسمې راهیسې، د وینزویلا سره تړلي اووه تیل وړونکې کښتۍ نیولي دي چې شپږ یې په کارابین اوبو کې او یو یې په شمالي اتلانتیک کې نیول شوې.

د متحدو ایالتونو پوځ په کارابین کې خپل حضور قوی کړی. امریکایي ځواکونه د دې میاشتې په پیل کې، وېنزویلا ته ننوتل او د وېنزویلا مشر نیکولاس مادورو او د هغه میرمن یې ونیول او نیویارک ته یې راوستل چې د مخدره توکو د قاچاق او د مخدره توکو د ترهګرو کارټلونو سره د همکارۍ د تورونو سره مخ دي.

مادورو دا تورونه رد کړي دي.