نوم: د واشنګټن د برید په شک نیول شوی افغان شاید په امریکا کې افراطی شوی وي

Secretary Kristi Noem speaks to U.S. Immigration and Customs Enforcement (ICE) Special Agents at ICE Headquarters in Washington, D.C.

د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزیره، کریستي نوم، وایي چې امریکایي چارواکي په دې باور دي په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد په غړو باندې د برید په شک نیول شوی افغان، شاید امریکا ته له راتګ وروسته سخت دریځ شوی وي.

د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت وایي چې ۲۹ کلن رحمان الله لکڼوال، د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په اتمه، له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو له بې نظمه وتلو وروسته، "ملګرو ته د ښه راغلاست" په نوم د تخلیې په عملیاتو کې متحدو ایالتونو ته راغلی.

کریستي نوم د یکشنبې په ورځ د ABC نیوز "ډېس ویک" پروګرام ته وویل چې د بایډن حکومت هغه د تخلیې په دغو عملیاتو متحدو ایالتونو ته راوستل شوی و او بیا، شاید له هغې وروسته یې پلټنه شوې وي، خو د هغو لارښوونو پر بنسټ چې د ولسمشر بایډن لخوا وړاندې شوې، دا کار په سمه توګه نه دی ترسره شوی".

نوم زیاته کړه: "له هغې وخته چې هغه دلته دی، موږ باور لرو چې هغه کیدای شي په خپله سیمه او خپل ایالت کې سخت دریځ شوی وي."

امریکایي چارواکي وایي چې لکڼوال د شمال لویدیخ واشنګټن سټېت اوسېدونکی دی او د برید د ترسره کولو لپاره له هغه ځای څخه واشنګټن په موټر کې راغلی و. د تېرې اونۍ په برید کې د ملي ګارد دوه غړي ټپیان شول، چې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم، د تېرې پنجشنبې په ورځ د خپلو ټپونو له امله مړه شوه. د بل سرتیري انډریو وولف، چې اوس په روغتون کې بستر دی، روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

ولسمشر ټرمپ د سارا بیکسټروم کورنۍ ته یې د سپینې ماڼۍ ته ورشي. د ټرمپ په وینا، هغه د سارا له مور او پلار سره خبرې کړي او هغوی ډېر دردېدلي دي.

ټرمپ وویل چې هغې په دې غږېدلی چې د دواړو سرتېرو میندې او پلرونه سپینې مانۍ ته ورشي.

لکڼوال د ملي ګارډ د درېیم غړي له خوا د نیولو په مهال په ډزو وویشتل شو. رحمان الله لکڼوال په روغتون کې دی او تر سختې څارنې لاندې ساتل کیږي.

په دې پېښې کې چې یو ترهګریز برید بللی شوی، د ټرمپ حکومت د جمعې په ورځ وویل چې د پناه غوښتنې ټول غوښتنلیکونه ځنډوي.

د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ چارو د ادارې مشر د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل: "دي ادارې د پناه غوښتنو ټولې پرېکړې تر هغه وخت پورې ځنډولې چې ترڅو پورې موږ ډاډ ترلاسه کړو د هر بهرني (سابقه) تر ممکنه حده پورې وڅېړل شي او وارزول شي. د امریکایي وګړو خوندیتوب تل لومړیتوب لري."

د دې ځنډ د مودې په اړه د پوښتنې پر مهال، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې "هیڅ زماني محدودیت نشته، خو ممکن اوږد وي."

په همدې حال کې یو شمېر افغانانو د یکشنبې په ماښام، د سپینې ماڼۍ مخې ته په هغه ځای کې راټول شول چې د امریکا د ملي ګارد په دغو سرتېرو په کې برید شوی و. دغو افغانانو د سارا په یاد د برید په ځای کې د ګلونو ګېډۍ کېښودې او ویې ویل چې د لکڼوال برید یو فردي عمل دی او نباید ټولو افغانانو ته یې نسبت وشي.