له ایران سره په جګړه کې د امریکایي ځواکونو په لاسته راوړنو د ټرمپ ټینګار

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د ایران اکثریت نظامي قابلیتونه له منځه تللي دي او یاد هیواد اوس پوځ او سمندري ځواک نلري.

ولسمشر ټرمپ وویل:"موږ ډېر ښه پر مخ روان یو. زه به ووایم چې دومره ښه کار مو کړی چې ډیرو یې تمه نه درلوده. موږ د هغوی بحري ځواک، هوايي ځواک، ټول رادارونه او د تولیداتو په برخه کې د هغوی ډېره برخه له منځه وړې ده. د هغوی بې پیلوټه الوتکې ۸۴ سلنه کمې شوې دي. د هغوی توغندیې ۹۱ سلنه کم شوي دي."

ولسمشر ټرمپ د یو شمیر رسنیو د هغو راپورونو په ردولو سره چې ویلي دي ایران په قوي موقف کې دی وویل، ایران پوځ، سمندري ځواک نلري او د یاد هیواد ټولې ۱۵۹ کښتۍ، رادارونه او الوتکې له منځه تللي دي.

ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې ایران څلور میاشتې ډیر پیاوړي وو خو اوس د هغوی ډیر قابلیتونه له منځه تللي، خو ولسمشر وویل چې ایران لا یو څه وړتیاوي لري.

بلخوا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (جولای ۲۴) په خپل ټروت سوشل کې لیکلي دي چې د چین او روسیې ولسمشرانو شي جین پینګ او ولادمیر پوتین ورته ویلي چې په هیڅ وجهه ایران ته وسلې نه ورکوي.

ټرمپ ویلي دي چې دده په باور روسیه او چین د ایران په جګړه کې مداخله نه کوي خو زیاته کړې یې ده که دخالت وکړي نو دا به یادو هیوادونو ته ډیره بده وي او د هغوی په ګټه به یې نه وي.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په ټروت سوشل ولیکل چې د ایران د بریدونو په نتیجه کې د زیانمنو شویو کښتیو ټول تاوان به د یاد هیواد هغو پېسو څخه ورکړل شي چې د متحدو ایالتونو په "اختیار" کې دي.

د امریکا ولسمشر وویل:"موږ د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې ډېر ښه پرمخ روان یو. موږ خورا ښه کار کوو. هغوی غواړي چې یو څه وکړي، خو زه وایم چې لا چمتو ندي. هغوی ته د نورو داسې کارونو کول اړین دی. هغوی لا چمتو نه دي. هغوی بد نیتونه لري. موږ نشو کولی هغوی ته اجازه ورکړو چې اټومي وسله ولري."

د ولسمشر ټرمپ له دې څرګندونو څو ساعته وروسته د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) پر ایراني اهدافو د خپلو بریدونو دیارلسم پړاو بشپړ کړ.

د سنټکام په اعلامیه کې چې د واشنګټن ډي سي په وخت د پنجشنبې په ماښام خپره شوې، راغلي چې امریکايي پوځیانو "د سمندري وړتیاوو، د توغندیو او بې پیلوټو الوتکو زېرمو، د ساحلي څارنې ځایونو او د هوايي دفاع د وړتیاوو" په شمول د ایران یو لړ پوځي اهداف په نښه کړي دي.

پر ایراني اهدافو د امریکا له بریدو وروسته تهران هم د جمعې په ورځ وویل وکړ چې په اردن او بحرین کې یې د امریکا پر "مهمو" پوځي تاسیساتو د ډرونونو نوي بریدونه کړي دي.

د امریکا پوځ په تېرو څو ورځو کې د ایران پر جنوبي ولایتونو دوامداره بریدونه کړي او او ویلي یې دي چې دا اقدامات د هرمز په تنګي کې پر سواګریزو کښتیو د ایران د بریدونو په ځواب کې ترسره کیږي.