امریکا له ترکیې غواړي چې د ناټو د غړیتوب لپاره د سویډن غوښتنه تائید کړي

عکس: ارشیف

د امریکا امتحده ایالتونه له ترکیې غواړي چې د ناټو د غړیتوب لپاره د سویډن غوښتنه تائید کړي. ولسمشر جو بایډن چمتوالی ښوولی چې په دې اړه د ترکیې غوښتنه چې انقري ته د ایف-۱۶ جنګي الوتکو ورکړه ده، هم ومني.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په زرګونو پلویانو د روانې اونۍ په پیل کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغه بری ونمانځه. د ولسمشر بایډن په ګډون د نړۍ مشرانو اردوغان ته مبارکي وویله.

ښاغلی بایډن وايي: "هغه اوس هم غواړي چې د ایف-۱۶ په اړه کار وکړي، ما ورته وویل موږ له سویډن سره یوه هوکړه غواړو، او موږ به دا کار وکړو."

دا لومړی ځل دی چې بایډن دغه دوې موضوعګانې سره وتړلې. انقره له ډیر وخت راهیسې د ۴۰ امریکایي اف-۱۶ الوتکو د اخیستلو هڅه کوي خو کانګرس د دغې معاملې مخه نیسي. امریکایي چارواکو د یو شي په بدل کې د بل شي د اخیستلو وړاندیز رد کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویانده کارین ژان پییر وايي، دا یو شرط نه دی، بلکې د ولسمشر دریځ له ډیره وخته روښانه دی چې د ایف-۱۶ الوتکو د خرڅلاو ملاتړ کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتني بلینکن د سه شنبې په ورځ د سویډن د بهرنیو چارو له وزیر سره په ملاقات کې وویل، اوس ددې وخت دی چې ترکیه له ناټو سره د سویډن د یوځای کیدو په اړه خپل مخالفت پای ته ورسوي. هغه زیاته کړه، د بایډن حکومت همدارنګه په دې باور دی چې ترکیه باید ډیر ژر ایف-۱۶ الوتکي ترلاسه کړي.

بلینکن وايي، ترکیې مهمو او پرځای اندېښنو ته اشاره کړې ده. نوموړی زیاتوي: "سویډن او فنلنډ دواړو دې اندیښنو ته رسیدګي کړې ده. بناً اوس ددې وخت دی چې پرمختګ وشي."

دا هم ولولئ سویډن: ناټو کې د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره به ژر له ترکیې سره خبرې پیل شي 

پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې، فنلنډ او سویډن د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د ناټو د غړیتوب غوښتنه وکړه.

د ناټو غړیتوب باید د ټولو غړو له خوا تائید شي. فنلنډ په اپریل میاشت کې د ناټو غړیتوب واخیست خو د سویډن غړیتوب ځنډیدلی دی، ځکه انقره په دې باور ده چې ستاکهولم د کردستان د کارګر ګوند اورپکو ته پناه ورکوي.

چارواکي هیله من دي چې په ناټو کې به د سویډن غړیتوب په جولای میاشت کې د لیتوانیا په پایتخت ویلنیوس کې د ناټو په غونډه کې تائید شي.

په واشنګټن کې د بروکینګز څېړنیز انسټیټیوټ غړې آسلی آیډینټاشباش وايي: "هغه څه چې به یې موږ ووینو، هغه د ویلنیوس غونډي په وروستۍ شیبه کې د یوڅه پيښیدل دي. په پای کې امکان لري چې دا مسئله د غونډي‌ په شپه حل شي."

د جنګي جیټ الوتکو هاخوا، د امریکا او ترکیې اړیکي به پیچلې او د راکړې ورکړي تر کچې پاتې شي.

د واشنګټن د ویلسن څېړنیز مرکز مشر جیمز جیفري وايي، دا مسئله هیڅکله سل په سلو کې په امریکا پورې نه ده تړلې. نوموړی زیاتوي: "موږ هیله من یو چې له ۵۰ سلنې څخه ډیر زموږ له لاسه څخه ونه وځي، خو ډیر څه د بایډن او اردوغان په شخصي اړیکو پورې تړلي دي. فضا سړه وه، خوځښت یو ښه ګام دی."

اردوغان پر اوکراین د روسیې برید غندلی دی خو په ورته وخت کې نه یوازې پر مسکو د غرب له بندیزونو سره نه دی یو ځای شوی بلکې له هغه هیواد سره یې سوداګریزې اړیکي هم پراخې کړي دي.