د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د سویډن د دفاع وزیر پلان شوی سفر لغو کړ 


د ترکیې او سویډن د بهرنیو چارو وزیران
د ترکیې او سویډن د بهرنیو چارو وزیران

ترکیې د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۱ (سلواغې اول) دې هیواد ته د سویډن د دفاع وزیر سفر په ستاکهولم کې د یو ښي اړخه افراطي لخوا د پلان شوي مظاهرې له امله لغوه کړ.

ترکیه، د سویډني مقاماتو له لورې سویډني – ډنمارکي سیاستوال راسموس پالوډان ته د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخ ته د اعتراضیه لاریون د ترسره کیدو په هدف په اجازه ورکولو په غوسه شوې ده. د راسموس پالوډان د اسلام ضد کړنو له امله تیر کال په سویډن کې پراخې بلواوې رامنځته شوی وې.

یوې سرچینې فرانسې خبري آژانس ته وویل چې دغه مظاهره د پولیسو په کلکو امنیتي تدابیرو سره د شنبې ناوخته له پلان سره سم ترسره شوه.

د یو شمیر خبریالانو په ګډون کابو سل تنه په ستاکهولم کې د ترکیې سفارت ته نږدې راغونډ شوي وو.

پالوډان تر کابو یو ساعت خبرو وروسته چې پکې اسلام او سویډن کې پر کډوالو نیوکې وشوې، د قران کریم یوې نسخې ته اور ورته کړ.

نوموړي وویل:" که فکر نکوئ چې باید د بیان آزادي ووسي نو تاسې باید یو بل چیرې ژوند وکړئ."

د تېر کال په اپریل میاشت کې هم د پالوډان له خوا د مسلمانانو په سپېڅلې میاشتې روژې کې د قرآن کریم د سوځولو اعلان په سویډن کې بلواګانېراوپارولې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو هیله څرګنده کړه چې سویډني مقامات به مظاهرې ته اجازه نه ورکوي.

چاووش اوغلو وويل: "دا يو نژاد پرست عمل دی، دا د بيان ازادي نده."

د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالن د شنبې په ورځ د سویډن په پلازمینه کې پلان شوې مظاهره وغندله او هغه یې د «څرګند کرکجن جرم» وباله.

هغه پر یو ټویټ لیکلي: "زموږ د ټولو خبرداریو سره سره دې عمل ته اجازه ورکول د کرکې جرمونو او اسلام فوبیا هڅول دي." هغه زیاته کړې چې: "پر سپېڅلو ارزښتونو برید آزادي نه بلکې عصري وحشت دی."

د دې مسلې په اړه په ترکیه کې د سویډن د سفیر له احضارولو یوه ورځ وروسته، انقرې وویل چې د سویډن د دفاع وزیر سفر یې لغوه کړ چې هدف یې د ناټو په پوځي اتحاد کې د سویډن د غړیتوب په هکله د ترکیې د اندیښنو لرې کول وو.

د ترکیې د دفاع وزیر هولوسي اکار وویل: «په دې شرایطو کې ترکیې ته د سویډن د دفاع وزیر پال جانسن د جنورۍ د ۲۷ سفر خپل اهمیت او مفهوم له لاسه ورکړ، نو ځکه مو دغه سفر لغوه کړ.»

جانسن چې د جمعې په ورځ د جرمني په رامشټین کې د متحده ایالاتو په پوځي اډه کې د اوکراین سره د پوځي مرستو په غونډه کې د ترکیې د دفاع وزیر اکار سره لیدلي د خپل سفر د ځنډیدو پریکړه تائید کړې ده.

هغه په یو ټویټ کې لیکلي: "له ترکیې سره زموږ اړیکې د سویډن لپاره خورا مهمې دي او موږ په راتلونکي کې د ګډو امنیتي او دفاعي مسلو په اړه د خبرو دوام ورکولو ته سترګې په لار یو."

سویډن، د خپل ګاونډي هیواد فنلنډ سره یوځای د ناټو د غړیتوب لپاره د ترکیې رضایت ته اړتیا لري.

دغو دواړو هېوادونو تېر کال پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل په غبرګون کې د لسیزو پوځي ناپیلتوب وروسته د ناټو په پوځي تړون کې د شمولیت غوښتنه وکړه.

انقره وايي پدې هکله هر ډول پرمختګ د سویډن په اقداماتو پورې اړه لري چې هغه کسان ترکیې ته وسپاري چې په ترهګرۍ او یا د اردوغان په وړاندې د ۲۰۱۶ په کودتا کې برخه اخیستې تورن دي.

ترکیه استدلال کوي چې سویډن د هغو کردانو د ورسپارلو په اړه کافي کار نه دی کړی چې انقره ورته د "ترهګرو" په سترګه ګوري.

XS
SM
MD
LG