امریکا د وینزویلا د تیلو لومړی پلور بشپړ کړ

متحدو ایالتونو د وینزویلا د تیلو لومړی پلور یوه اونۍ وروسته له هغه بشپړ کړ چې د امریکا حکومت "په انتخابي ډول" په وینزویلا بندیزونه لرې کړل ترڅو د هیواد خام تیل نړیوالو بازارونو ته واستول شي او وپلورل شي.

یوه حکومتي چارواکي امریکا غږ ته په یوه ایمیل کې وویل، "لومړی پلور، چې ارزښت یې ۵۰۰ میلیون ډالر دی، بشپړ شوی دی. تمه کیږي چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې نور هم وپلورل شي."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوري په ۷مه اعلان وکړ چې وینزویلا به د ۳۰ څخه تر ۵۰ میلیون بیرل تیل د وینزویلا د خلکو او متحدو ایالتونو د ګټې لپاره د بازار په نرخ وپلوري.

وروسته بیا سپینې ماڼۍ وویل چې متحدو ایالتونو ته د وینزویلا د تیلو ورکول د وینزویلا د موقتې ادارې او د امریکا ترمنځ د تفاهم پر بنسټ شوی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند ټیلر راجرز د امریکا غږ ته په یوه ایمیل کې وویل: "ولسمشر ټرمپ د مخدره توکو د ترهګر نیکولاس مادورو له نیول کېدو سمدستي وروسته له وینزویلا سره د انرژۍ یوه تاریخي تړون وکړ، چې دا به د امریکا او وینزویلا خلکو ته ګټه ورسوي."

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ تیره اونۍ وویل چې متحدو ایالتونو په نړیوال بازار کې د وینزویلا د خامو تیلو بازار موندنه پیل کړې او "د نړۍ د مخکښو بازار موندونکو او مهمو بانکونو سره یې د خامو تیلو او پټرولیم د محصولاتو د پلور لپاره د مالي ملاتړ د اجرا او چمتو کولو لپاره همکاري کړې ده."

لیویټ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "د وینزویلا د خامو تیلو او پټرولیم محصولاتو له خرڅلاو څخه ترلاسه شوي ټولې پیسې به لومړی د متحدو ایالتونو تر کنټرول لاندې په نړیواله کچه پیژندل شویو بانکونو ته وسپارل شي ترڅو د عایداتو د وروستي ویش مشروعیت او بشپړتیا ډاډمنه شي، او دا پیسې به د متحدو ایالتونو د حکومت په اختیار کې د امریکاییانو او د وینزویلا د خلکو د ګټې لپاره وکارول شي."

"دا هغه تحریم شوي تېل وو چې په اصل کې په بېرلونو او کښتیو کې د اغېزمن قرنطین له امله زیرمه شوي وو ... او د [وینزویلا] موقتي چارواکو موافقه کړې چې دا تېل متحدو ایالتونو ته وروسپاري، نو ډېر ژر به دلته، امریکا ته راورسیږي."

ټرمپ د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۹مه په سپینې ماڼۍ کې د امریکا د تیلو له لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل او هغوی یې وهڅول چې د وینزویلا د تیلو له زیرمو سره چې د نړۍ له لویو زیرمو څخه دي د تولید په زیاتولو کې مرسته وکړي.