د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا د 'وینزویلا د جګړې د واک'  پریکړه لیک رد کړ؛ وینس پرېکړه ټاکونکې رایه وکاروله


د امریکا سنا د هغې جګړې د واک د پریکړه لیک له تصویب سره مخالفت وکړ چې موخه یې په وینزویلا کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واک محدودول او د ونیزویلا د هېواد پر ضد د نورو بریدونو د توان راکمول و.

د امریکا سنا چې د جمهوري غوښتونکو تر کنټرول لاندې ده د چهارشنبې په ورځ ناوختي ۵۱ د ۵۰ رایو په وړاندې دغه لایحه رد کړه، او د مرستیال ولسمشر جي‌ډي وینس د مساوي رایو د ماتولو پرېکنده رایه یې ورکړه.

دا پرېکړه د سپینې ماڼۍ او د کابینې د چارواکو له‌خوا د پراخ فشار او د قناتت تر لاسه کولو کمپاین نه وروسته وشوه، چې په کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم شامل و. هغه وویل چې دا پرېکړه ضروري نه ده او کېدای شي د چټک بدلېدونکي وضعیت پر مهال د ولسمشر لاس وتړي.

ولسمشر تېره اوونۍ پر ټولنیزو شبکو او د ټیلیفوني اړیکو له لارې پر هغو څو جمهوري غوښتونکو سختې نیوکې وکړې چې په لومړنۍ رایه کې له دیموکراتانو سره یو ځای د لایحې د پر مخ بیولو لپاره ملګري شوي وو. هغه د ایکس پر ټولنیزې شبکې کی ولیکل چې دا سناتوران باید “بیا هېڅکله هم دولتي څوکۍ ته ونه ټاکل شي.”

د اندیانا جمهوري غوښتونکي سناتور تاد ینګ وویل چې د ادارې چارواکو تایید کړې چې په وینزویلا کې هېڅ امریکايي سرتېري نشته، او روبیو په لیکلې بڼه ژمنه ورکړه چې د وینزویلا په اړه د هر ډول مهمو پوځي عملیاتو تر ترسره کېدو مخکې به د ټرمپ اداره د له کانګرس څخه رسمي اجازه اخلي. سربېره پر دې، روبیو ومنله چې د جنورۍ په وروستیو کې به د سنا د یوې کمېټې په استعماعیه کې ګډون وکړي.

تاد ینګ او د میزوري جمهوري غوښتونکي سناتور جاش هاولي د چهارشنبې په ورځ خپلې رایې بدلې کړې، حال دا چې مخکې یې د دیموکراتانو په پلوۍ رایه ورکړې وه.

د امریکا د تیرو پوځي عملیاتو په ترڅ کې چې د جنورۍ پر درېیمه تر سره شول، د وینزویلا دیکتاتور نیکولاس مادورو ونیول شو. د ټرمپ د ادارې چارواکو ویلي چې د مادورو او د هغه د مېرمنې د نیولو لپاره دغه عملیات یو جګړه اییز اقدام نه و بلکې د قانون د پلي کولو په څېر یو محدود عمل و.

ولسمشر ټرمپ په همدې اوونۍ کې د نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کې وویل چې امریکا کولی شي د “ډېرو کلونو” لپاره په ونیزویلا کې د قدرت د لېږد بهیر اداره کړي. لوړپوړو چارواکو د تېلو د عوایدو د څار او د هېواد د سیاسي راتلونکې د کنټرول په اړه هم خبرې کړې دي.

مادورو په امریکا کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او د وسله والو جرمونو تورونو سره مخ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG