امریکا د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو ته ۲۹ میلیونه ډالر ورکوي

ټاکل شوې چې د سپتمبر په ۲۸ د افغانستان ټاکنې وشي

متحدو ایالتونو اعلان وکړ چې د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره به نژدې ۲۹میلیون ډالر ورکوي.

دا اعلان په کابل کې د امریکا سفیر جان بس کړی دی. د امریکا سفارت امریکا غږ ته هم دا خبر تاید کړی دی.

سفیر جانس بس وویل "موږ خوښ یو چې بلاخره د ټاکنو بودیجه نهايي شوه. امریکا به نږدې ۲۹میلیونه ډالر ورکوي چې د ټاکنو عملیاتي کارونه به پرې تر سره شي."

په عملیاتي کارونو کې د ټاکنو د ترسره کېدو څخه نیولې ولایتونو ته د رایو پاڼو انتقال، د رایه اچوونکو لستونو برابرول، د ټاکنو لپاره د نورو مامورانو ګمارل او داسې نورې اړوندې چارې شاملیږي.

د امریکا سفیر هم وویل "یوازې بودیجه مهمه نده نور ډیر مهم کارونه هم شته چې د انتخاباتو نه وړاندې باید وشي. وزارتونه او اړوند ادارې باید په ګډه کار وکړي چې انتخابات وشي. کمیسیون باید اضافي کار کوونکي استخدام کړي او هم د رای ورکوونکو لیستونه خپاره کړي. د بایو میټریک د استعمال لپآره هم باید کسان وروزل شي."

ښاغلي بس همدغه راز ویلي دي چې د ټاکنو د څارونکو ډلو د هلو ځلو ننګه به هم کوي چې دغه ټاکنې په شفاف او ښه ډول وشي.

ټاکل شوې وه چې دا ټاکنې څو میاشتې مخکې وشي خو د ځینو تخنیکی ستونزو له کبله وځنډول شوې.

د افغانستان د ټاکنو د کمیسون په وینا د ولسمشرۍ ټاکنې به د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲۸ (تلې ۶) کیږي. په دغو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ کسان کاندیدان دي.

د امریکا سفارت داسې مهال په افغانستان کې د ټاکنو لپاره مرسته اعلانوي چې د امریکا د سولې او بیا پخلاینې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې تر ټاکنو سوله مهمه ده.

ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې له طالبانو سره یې وروستي مذاکرات ګټور وو خو لا په کومې پریکړې باندې هوکړې ته نه دي رسیدلی.