د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د ۲۰۱۴ کال ټاکنو تکرار به د افغانستان لپاره یو 'ناورین' وي


د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو تکرار به یو ناورین وي، چې د افغانستان خلک به یې پرې کولو توان ونه لري.

د افغانستان د تېر ۲۰۱۴ میلادې کال ولسمشریز ټاکنې چې د پراخو درغلیو ادعاوې پکې شوې تر پراخو ناندریو وروسته د امریکا د هغه مهال د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په منځګړیتوب د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د واک په وېشلو سره د ملي یووالي په نوم حکومت رامنځته شو.

عبدالله عبدالله نن دوشنبه د «چنګاښ پر۲۴مه» په سپېدار ماڼۍ کې په ټاکنو کې د ښځو د رول په اړه غونډې ته وویل، چې د افغانستان راتلونکې سلامتیا د «ښو ټاکنو» له تر سره کېدو سره تړلې ده.

هغه وویل:"د داسې یو تجربې تکرار په دې معنا چې یو مرکز ته خلک تللي او خپل رایې کارولې ده او هغه کارول شوې رایه حساب شي، خو په بل ځای کې درې انتخاباتي کار کوونکي له له ناظرینو سره ناست وي او ۵۰۰ رایې په یو صندوق کې اچوي، دا په تېر کې یوه ترخه تجربه وه."

عبدالله له ټولو ملکي او نظامي ارګانونو څخه وغوښتل چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې خپل مسؤلیت ادا، خو زیاته کړه چې له خپل مسؤلیت څخه زیاته مداخله ونه وکړي.

ارګ بیا وايي، چې ولسمشر غنې هم په دې وروستیو کې په بېلابېلو فرمانونو کې ټولو ملکي او نظامي چارواکو ته امر کړی چې په راتلونکو ټاکنو کې مداخله ونه وکړي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې افغان حکومت د شفافو ټاکنو تر سره کېدو لپاره جدي اراده لري.

هغه وویل: "د ټاکنو تر سره کېدو نېټه د کمېسیونونو لخوا اعلان شوې، د افغانستان حکومت کاملاً ژمن دی، چې داسې انتخابات تر سره شي چې خلکو ته د منلو وړي او د افغانستان د خلکو د یو روښانه راتلونکي تضمین وکړي."

خو د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي، دغه کمېسیون په یوازې سر د شفافو ټاکنو تر سره کېدو توان نه لري.

د دغه کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني په دغه غونډه کې وویل:"د شفافو او سالمو ټاکنو تر سره کېدل یوازې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کار نه دی، بلکې په دغه بهیر کې د اړوندو بنسټونو رسنیو، مدني ټولنو او سیاسي احزابو ونډه، نظارت او مشارکت غواړو".

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ تنه ورته کاندیدان دي د روان کال د میزان میاشتې پر ۶مه تر سره شي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون لخوا نن د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ته اعتبار لیکونه هم ورکړل شول.

XS
SM
MD
LG