د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: له بودیجوي اړخه راتلوونکو ټاکنو ته پوره چمتووالی لرو


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو بودیجوي لګښت ته یې پوره چمتووالی نیولی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون تېره اونۍ پر وخت د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدو لپاره د بودیجې د برابرولو غوښتنه وکړه.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال صمیم عارف د شنبې په ورځ د «چنګاښ پر۲۲مه» امریکا غږ ته وویل، چې افغان حکومت په تازه ګۍ سره د راتلونکو ټاکنو د لګښت لپاره ۹۰ میلیونه ډالر بودیجه منظور کړې ده.

ښاغلي عارف زیاته کړه چې پر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو باندې ۱۴۹میلیونه ډالره لګښت راځي چې ۵۹ میلیونه یې د نړیوالو متحدینو او ۹۰میلیونه یې د افغان حکومت لخوا ځانګړي شوي دي.

هغه وویل:"حکومت چمتووالی نیولی دی، که تر دې اضافه بودجه هم پکار وي، حکومت چمتو دی ځکه ټاکنې یو ملي پروسه ده او د حکومت لپاره یو ستر لومړیتوب دی، چې باید تر سره شي."

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال همدارنګه زیاته کړه چې مالیې وزارت هم د ټاکنیزو کمېسیونونو له مسؤلینو سره خبرې کړي او په دې اړه یې پوره ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون تر دې مخکې د راتلونکو ولسمشریز ټاکنو د مدیریت او په ښه ډول د عملیاتي چارو تر سره کېدو لپاره پر وخت د بودیجې سپارولو غوښتنه کړې وه.

د دغه کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات د شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل، چې د بودیجې سپارلو په اړه یې د مالیې وزارت لخوا ډاډ تر لاسه کړی دی:"د بودیجې په برخه کې د مالیې وزارت لخوا موږ ته ډاډ راکړل شوی دی. کومې اندېښنې چې موږ لرلې هغه اوس لیري شوي دي."

هغه وویل، نړیوالې ټولنې هم له خپل اړخه دوی ته د بودجې ورکولو په اړه ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸تنه ورته کاندیدان دي ټاکل شوې د میزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي.

XS
SM
MD
LG