د حکومت او طالبانو ترمنځ پر مخامخ خبرو او اوربند د دانش ټینګار

د ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم مرستیال سرور دانش د افغان حکومت په محوریت د سولې خبرو پیلېدو په غوښتنیې سره وايي، د یادو خبرو په پیلېدو سره باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند رامنځته شي.

سرور دانش د جمعې په ورځ د «لېندۍ پر۲۹مه» په کابل کې یوې غونډې ته وینا کې پر طالبانو په انتقاد سره وویل، چې دغه ډلې په تېر یوه کال کې وښودله چې د سولې ټینګېدو په اړه اراده نه لري.

هغه زیاته کړه: "موږ په دې باور یو، چې د سولې خبرې د افغانستان د حکومت په محوریت پیل شي، او ورسره سم اوربند اعلان شي، له دې نه پرته افغانان پر نورو د سولې طلبانه شعارونو باندې باور نشي کولای."

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال په ټينګار سره وویل، چې د سولې هر ډول خبرو کې باید «د افغانستان د خلکو اساسي اصول» په نظر کې ونیول شي.

دانش وویل: "د جمهوریت نظام، د مدني حقوق، د تېرو ۱۹ کلونو لاستته راوړنې،یعني اساسي قانون، د بیان ازادي، ټاکنې، بشري حقوق، د ښځو حقوق په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې دي... په دې خاطر که چیري د سولې په هر ډول طرحه کې دغه اصول له پامه وغورځول شي، زه باور لرم چې یو تلپاتې سولې ته به ونه ورسېږو."

افغان حکومت تل له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو پیلېدو او اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده، خو طالبانو تل له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو کولو څخه ډډه کړې ده. ".

دا په داسې حال کېده، چې روانه میاشت یو ځل بیا تر درې میاشتنې وقفې وروسته په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شوې.

له دغو خبرو څخه باخبره سرچینې وايي، چې دواړه لورو په افغانستان کې د تاوتریخوالې پر کمېدو او د اوربند پر ټینګېدو بحثونه کوي.

روانه اونۍ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیزاد کابل ته سفر کې ولسمشر غني او یو شمېر نورو چارواکو ته د یادو خبرو په اړه معلومات ورکړل.