د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د داسې مذاکرتو هڅه کې یو چې واقعي سوله راولي


د سولې د داسې مذاکرتو هڅه کوو چې واقعي سوله راولي
د سولې د داسې مذاکرتو هڅه کوو چې واقعي سوله راولي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره د سولې په اړه خبرې کړي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي چې د داسې مذاکراتو غوښتونکي دي چې جګړه ختمه او دایمي سوله راولي.

ښاغلي غني د دوشنبې په ماښام «د ډسمبر پر۹مه» د اسیا زړه کنفرانس ـ استانبول پروسې کې له الیس ویلز سره ولیدل.

له ارګ څخه په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي:"موږ د سولې د داسې مذاکراتو په هڅه کې یوو چې پایله یې په واقعي مانا د جنګ پایته رسېدل او تلپاتې سوله وي."

بیان وايي چې دواړو لورو د افغان سولې بهیر، سیمه ییز اتصال او یو لړ نورو مسائلو باندې خبرې وکړې.

د اعلامیې له مخې ولسمشر غني له اغلې ویلز سره خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو د لا ښه والي، د سیمه ییز اتصال او همکاریو د هڅونې په برخو کې د امریکا رول ارزښتناک بللی دی.

میرمن ویلز ویلي دي چې چې هېواد یې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د افغان حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ دی.

ولسمشر غني د اسیا زړه – استانبول پروسې کنفرانس کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربېره د یو شمېر نورو هېوادونو د چارواکو ترڅنګ د ایران اوایرلنډ د بهرنیو چاروله وزیرانو سره هم کتلي دي.

د اسیا زړه ـ استانبول اتم کنفرانس پرون دوشنبه په ترکیه کې پيل شو، چې تمرکز یې پر سیمه ییزې همکارۍ او سولې و، تېره ورځ پای ته ورسېد.

دا په داسې حال کېده، چې د تېرې شنبې په ورځ په قطر کې د افغان سولې په اړه امریکا او طالبانو خبرې تر درې میاشتنۍ وقفې وروسته بېرته پیل شوې.

امریکايي سرچینو ویلي، چې په دغه خبرو کې د تاوتریخوالې پر کمېدو، چې بین الافغاني مذاکراتو او اوربند ته زمینه برابره کړي بحثونه کېږي.

XS
SM
MD
LG